Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو ښځې او ماشومان تر نورو زیات اغېزمن کړې

خالص: د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو ښځې او ماشومان تر نورو زیات اغېزمن کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/21

د چاپېریال ساتنې ملي اداري سرپرست له شمشاد سره په مرکه کې د جګړې په شمول د خلکو ټيټ اقتصاد او بې ‌وزلي هغه عوامل بولي، چې د اقليمي بدلون ژورې اغېزمنتيا ته يې لاره خلاصه کړې.

مطيع‌الحق خالص وایي، د اقليمي بدلون اغېز په دې کې دی، چې له امله يې وچکالي زياته شوې، د اوبو کچه ټيټه شوې او د سېلابونو راوتلو ترڅنګ تودوخه او توپانونه زيات شوې دي.

د نوموړي په خبره، له دې امله افغانې ښځې او ماشومان د بل هر قشر پرتله ډېر د اقليمي بدلون ناوړه پايلو اغېزمن کړې.

خالص په دې اړه وايي:« که په افغانستان کې وحشي حیوانات دي، که الوتونکي دي، که زموږ ځنګلونه دي، که  کرنه ده، دا هم د اقلیمي بدلون له امله زیات زیانمن شوې. که د انسانانو په برخه کې که موږ وګورو، طبیعي خبره، چې ښځې او ماشومان د توپانونو او وچکالۍ په حالت کې زیات زیانمن کېږي. افغانستان کې تېرو ۴۰ یا ۴۵ کلونو جګړو د خلکو ورځنی ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخ کړی. نو بیا له دغه شان اقلیمي بدلون  چې هر ځای کې یو مصیبت پېښېږي،نو زیات زیان یې ښځو او ماشومانو ته رسېږي. »

خالص د دې مرکې په یوه برخه کې وایي افغانستان د وچکالۍ پرله پسې درېیم کال تجربه کوي او له امله یې یو شمېر کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د اقليمي بدلون د اغېزو مخنيوي لپاره په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له لوري د ۳۲ پروژو له منځه یوازې دوې هغه يې په تېرو درېيو کلونو کې پيل شوې او د ۳۰ هغو د پيلېدو چارې نه دي پيل شوې.

خالص زیاتوي:« د اسلامي امارت په راتلو سره له دوو پروژو بغیر نورې ټولې ځنډول شوې. اقلیمي بدلون نن سبا د دولتونو پرتله ملتونه ډېر زیانمن کوي. ملتونه پر ځای پراته دي، هر سیاست چې تغییر کېږي، ملت خو نه تغییر کېږي. ملت هماغه ملت دی. نه د اقلیمي بدلون داسې کوي، چې ووایي دلته کوم نظام دی چې زه یې زیانمن کړم. نو له سیاست پورې د اقلیمي بدلون اثر تړلی نه دی. نو بیا که څوک دا له سیاست پورې تړي، زما په اند دا به یو امتیازي نظر وي، چې له خلکو سره وي او په زوره یې له هغې پسې تړي. »

خالص د کابل د هوا ککړتیا په هکله وایي، د ژمي له را رسېدو سره جوخت د پلازمینې هوا په ځانګړي ډول د شپې ۸۴ سلنه ککړېږي.

خالص د کورونو ګرمولو لپاره د غير معياري سون توکو کارول د هوا ککړتيا لامل ګڼي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، افغانستان د دې ترڅنګ چې د نړۍ له خورا بې‌ وزلو هېوادونو دی، په ورته وخت کې د هغو هېوادونو په ډله کې هم شامل دی چې اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist