Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خالص: اقلیمي بدلون د افغانستان اقتصاد هم اغیزمن کړی

خالص: اقلیمي بدلون د افغانستان اقتصاد هم اغیزمن کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/01

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له دیني عالمانو سره د افغانستان چاپېریالي وضعیت ارزولی او د هغو عواملو  پر مخنيوي یې بحث کړی چې له امله يې د افغانستان چاپېريال اغېزمن شوی.

د يادې ادارې سرپرست مطیع الحق خالص وایي، لسیزو جګړو پرمهال د وسلو کارولو د افغانستان پر چاپېریال منفي اغېز کړی او په خبره يې د اقليمي بدلون ناوړه پايلو بيا دا اغېزې لا زياتې کړې دي.

خالص له نړیوالې ټولنې غواړي چې د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو په مخنيوي کې له افغانستان سره همکاري سياسي نه کړي.

هغه په دې اړه وايي: « مثلا ً پر افغانستان له تېرو ۴۵ کالو راهیسې تپل شوي جنګونه مسلط وو. د افغانستان د خلکو ژوند غیر طبیعي ژوند و؛ په دې مانا چې پردۍ وسلې او باروت راتلل او په افغانستان کې تجربه کېدل.»

خالص د سېلابونو راوتل، د تودوخې لوړېدل، د ځنګلونو تخريب او ځيني نورو مسایل د اقليمي بدلون ناوړه پايلې ګڼي او په خبره يې، د افغانستان چاپېريالي ننګونې يې هم زياتې کړې دي.

نوموړی دغه راز زياتوي، يادې پديدې طبيعي سکټور او حتا د افغانستان ټول اقتصاد اغېزمن کړی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست زیاتوي: « له بلې خوا، د زیاتو اقتصادي ستونزو ترڅنګ د ژمي پرمهال یوازې په کابل ښار کې نه بلکې زموږ د ټولو ښارونو پر سر د دود او لوګي چتر ولاړ وي.»

ديني عالمان هم د اقليمي بدلون ناوړه پايلو دوام اندېښمن کړي او د مخنيوي لپاره يې له نړيوالو غواړي چې له افغانستان سره همکاري وکړي.

دیني عالم باز محمد رحیم وايي: « د ملګرو ملتونو سازمان خپلې مرستې او هغه اړیکې چې له افغانستان سره یې نیسي، باید سیاسي نه کړي. دوی دې له افغانستان او د افغانستان له حکومت سره بشري مرستې وکړي.»

دیني عالم حکیم‌الله قانت وايي: « دا د اقلیم موضوع له سیاست لرې وساتل شي. له نړیوالو ادارو، کمیسیونونو، موسسو او دولتونو احترامانه غوښتنه کوو چې د اقلیم بدلون له سیاست لرې وساتي.»

ځينې نور دیني عالمان له سرپرست حکومته د اقليمي بدلون ناوړه پايلو د مخنيوي لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه کوي او ترڅنګ یې د نړيوالو له لوري د هغو نيمه ‌پاتې پروژو بشپړولو غوښتنه هم کوي چې د يادې پديدې په مخنيوي کې ګټورې دي.

دیني عالم عبدالباري عمر وايي: « نړیوال باید د افغانانو داسې لاسنیوی وکړي چې له هغې سره د چاپېریال ساتنې وده راشي.»

دیني عالم خلیل‌الله خلیلي وايي: « په دې اړه ډېر مسوولیت دولت ته راجع کېږي. دولت مکلف دی چې د خلکو مال، عزت او چاپېریال وساتي.»

د اقليمي بدلون ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی د دې سبب شوی چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مالوماتو له مخې، ډېره کله يې په نتيجه کې په مستقيمه توګه عام خلک زيانمن شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist