Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حیات حقاني: سږ کال د نوي کابل ښار جوړولو عملي کارونه پيلېږي

حیات حقاني: سږ کال د نوي کابل ښار جوړولو عملي کارونه پيلېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/21

د دولتي ادارو د کلنیو لاسته راوړنو د تشرېح پرګرام په لړ کې، د یکشنبې پر ورځ د کور او ښار جوړولو وزارت خبري کنفرانس درلود.

په دې خبري ناسته کې چارواکو د خپلو کارونو د کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل، بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره یې په ۲۵ ولایتونو کې لسګونه ښارګوټي جوړ کړي چې ځینې یې پرانیستل شوي هم دي.

د دې وزارت مالي او اداري معین محمد ارسلان خروټی وايي، په ۱۶ ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو لپاره د زېربنايي پلان جوړولو پرګرام هم ډېزاین شوی او د ۱۱ نورو ښارګوټو د جوړولو پلان تر کار لاندې دی.

خروټی په دې اړه وايي: « د اجباري راستنېدونکو مهاجرو لپاره د ښارګوټو جوړول. په تېر شاوخوا یوه کال کې د مهاجرو لپاره د دایمي استوګنې برابرولو په موخه د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې ۳۵ نوي ښارګوټي جوړ او یو شمېر یې عملي پرانیستل شوي دي. د ۱۱ نورو ښارګوټو د پلان طرحه تر کار لاندې ده. په ۱۶ ولایتونو کې د مهاجرینو د ښارګوټو لپاره د زېربنايي پلان جوړولو پروګرام طرحه او ترتیب شوی دی.»

په همدې حال کې د دې وزارت سرپرست  نجیب الله حقاني وايي، د نوي کال ښار پروژه چې د سیمې پر کچه تر ټولو ستره  پروژه ده، په تطبیق سره به یې هېواد کې ستر اقتصادي تحول هم راشي.

د حقاني په خبره، سږ کال هوډ دا دی چې د نوي کابل ښار پروژې عملي چارې پیل شي چې دا ښار به د اوسني کابل ښار یو نیم برابر لوی وي.

حقاني په دې اړه وايي: « دا د منطقې پر سطحه یوه لویه پروژه ده، نه د افغانستان پر سطحه. د نوي کابل ښار د پلان عملي کولو لپاره۳۷۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې وه. په دې کې هم رهایشي پلان دی، هم صنعتي او هم زراعتي پلانونه شته دي. که چېرې دا پروژه حرکت وکړي، زموږ د هېواد اقتصاد به ورسره چرخ وخوري.»

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معين علي کریمي بامیاني وايي: « د کور او ښارجوړونې وزارت سږ کال یو شمېر عملي ګامونه ټاکلي وو چې له ډلې به یې د نوي کابل ښار ګام پورته شي.»

په همدې حال کې د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو وویل، د کورنیو جوړولو په برخه کې هم د کابل په شمول په ګڼ شمېر ولایتونو کې چارې په چټکۍ سره روانې دي، خو دا پروژې اوږد مهاله دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي: « په نیله باغ پروژه کې د چین هېواد له خوا د ۱۰ زره کورونو جوړولو خبره شوې وه، خو د کور او ښار جوړونې وزارت چینايي لوري ته قناعت ورکړ او اوس مهال د ۱ زر ۴۰۰ کورونو پر جوړولو کار روان دی چې په نږدې راتلونکي کې به یې کارونه بشپړ شي. دغه راز، په هلمند کې د ۵۰۰ کورنیو لپاره د قطر هېواد په مرسته پر یوه ښارګوټي کار پيل شوی؛ د دې ترڅنګ په فراه کې هم د ۱۰۸ کورنیو لپاره د شلټر په بڼه کورونه جوړېږي؛ په پکتیا ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له خوا ۱۰۰ کورونه جوړېږي او همدارنګه د کابل ښار پنځمې ناحیې په خوشال خان کې د قطري ښارګوټي کې د ۸۰۰ کورنیو لپاره د کور زمینه برابرېږي. له دې سره څنګ کې، موږ مهاجرینو ته د کور جوړولو لپاره نمرې هم ورکوو.»

د دې وزارت په کلني راپور کې راغلي، په تېر یوه کال کې د ټول هېواد پر کچه د ښاري پراختیا او ښارګوټو جوړولو په موخه له ۲۳۱ زره جریبه زیاته ځمکه سروې شوې او لاهم دغه چاره روانه ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکو دا هم وویل چې هڅه کېږي د ښارګوټو لپاره د سړک جوړونې، څښاک اوبو برابرولو، د پلچکونو جوړولو، ښوونځیو، روغتونونو، شنو ساحو او نورو اړینو برخو لپاره چې یو په بل پسې به عملي شي،  کاري پلانونه جوړ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist