Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/27

د کندهار ولایت سيمه ییز مسوولين وایي، د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسي د سپین بولدک له لارې ۱۱ زره او ۴۰۰  کورنۍ چې د وګړو شمیر يي ۵۰ زره کیږي، هیواد ته راستنې شوې دي.

دوی زیاتوي، په دې موده کې پاکستان کې زنداني شوي ۴ زر ه ۵۰۰ بندیان هم هېواد ته راستانه شوې دي.

د دوی په خبره راستانه شویو کډوالو ته له رسېدو سره سم د خوړو، درملو، اوسېدو ځای، څښاک پاکو اوبو مرستو سربېره، نقدي مرستې، سرپنا او د کور د اړتیا وړ توکو او اصلي مېنو ته د ستنولو برخو کې اسانتیاوي برابرې شوې.

تخته پل ولسوالۍ کې د انځرګي پنډغالي کې د کډوالو امریت د ثبت مدیر عبدالطیف حکیمي وايي:« له کوم وخت راهیسي چې پاکستان د دویم ځل لپاره د مهاجرینو اجباري ایستل راشروع کړل، نو د اپریل د لومړۍ نیټې بیا تر نن ورځې پوري ۱۱ زره ۴۰۰ کورنیو پورې راغلي دي، چې د دوی مجموعي ارقام د ۵۰ زرو په شاوخوا کې راځي.»

راستانه شوي کډوال وایي، د پاکستان امنیتي ځواکونو يې پر کورونو چاپې وهلې، قيمتي توکې او پیسې یې ترې اخستلې او زنداني کول يې.

دوی زياتوي، پاکستان د افغان کډوالو د کورنۍ غړي، ښځې او ماشومان نيسي او افغانستان ته يې پر زور ستنوي.

له پاکستانه راستون شوی افغان کډوال خان محمد وايي:« د شپي په کورونو چاپې وهل کیدې، نیسي يي پیسي درڅخه اخلي.»

له پاکستانه یو بل راستون شوی افغان کډوال سمیع الله بیا په دې اړه داسې وايي:«  دوی دغه فشار پر افغانانو راوړی، په افغانستان کې زموږ دغه غوښتنه ده چې دلېته ځمکي مهاجرو ته ورکړي، د ډېرې ستړیا سره مخ دي.»

پاکستان د ۲۰۲۵ کال د اپریل پر لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستنې بهیر پېل کړ، چې دغه بهير پر نړيواله کچه له توندو نيوکو او غبرګونو سره مخ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist