Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت په خصوصي پوهنتونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي بندېدل تایید کړل

حکومت په خصوصي پوهنتونو کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي بندېدل تایید کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/31

دا ځل د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره پروګرام» کې د درېیو وزارتونو(لوړو زده کړو، پوهنې، سرحدونو قومونو او قبایلو چارو) وزارتونو ترڅنګ د درېیو اکاډمیکو ادارو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، علومو اکاډمۍ  او د ازموینو ملي ادارې یو کلنې لاسته راوړنې هم له رسنیو سره شریکې کړې.

د اسلامي امارت ویاند د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په تړاو خپرو شویو اوازو ته په غبرګون کې وویل چې په دولتي پوهنتونونو کې دغه برخه لاپسې ځواکمنه او  توجه  ورته زیاته شوې، خو په خصوصي پوهنتونونو کې د یو لړ شته ستونزو له امله، د حقوقو او سیاسي علومو برخه محدوده شوې ده.

ذبیح الله مجاهد وايي: « په ټولو امارتي پوهنتونو کې د حقوقو او سیاسي علومو څانګې تقویه شوې دي او د لا تقویه کېدو لپاره یې کار روان دی او پرېکړه شوې چې باید د حقوقو برخې ته ډېره توجه وشي، البته په یو شمېر خصوصي پوهنتونو کې چې دا څانګه په کې ډېره ضعیفه تدریس کېده، په تړاو یې پرېکړه شوې.»

د حکومت ویاند دغه راز وايي، اوس مهال د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې له ۲۰۰ زرو زیات زده کړیالان په بېلا بېلو تحصیلي څانګو کې لوړې زده کړې کوي چې له ډلې یې څه باندې ۱۲۶ زره په دولتي پوهنتونونو کې او له ۸۵ زرو زیات یې په خصوصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.

د مجاهد په خبره، په تېر یوه کال کې له ۱۱۰ زرو زیاتو زده کړیالانو  ته تحصیلي اسناد ورکړل شوي دي. د دغو زده کړیالانو له ډلې۵۶ زره ۶۴ یې له دولتي پوهنتونونو فارغ شوي او ۵۴ زره نور یې له خصوصي هغو څخه فارغ شوي دي.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي: « په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې په امارتي پوهنتونونو کې ۱۲۶ زره ۹۵۲ تنه محصلین او په خصوصي پوهنتونو کې ۸۵ زره ۲۲۷ تنه محصلین په لوړو زده کړو بوخت دي.»

د حکومت ویاند دغه راز وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه له لارښوونې سره سم، د بدخشان او غزني په پوهنتونونو کې د طب پوهنځي، د کابل طبي علمومو په پوهنتون کې د سنتي طب څانګه او دکونړ ولایت کې د عبدالله بن عباس په نوم، دیني جامعه هم رامنځته شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په تېر یوه کال کې د نوې ټکنالوژۍ او عصري علومو په برخه کې چې مصنوعي ځیرکتیا، کمپیوټر ساینس او انجینیرۍ څانګې په کې شاملې دي، له ۶۳۰ څخه زیات بستونه رامنځته شوي.

د حکومت ویاند په دې اړه وايي: « د اسلامي امارت د مشرتابه د هدایت پر بنسټ، د بدخشان او غزني په امارتي پوهنتونونو کې د طب پوهنځي، د لومړي ځل لپاره د کابل د طبي علومو په پوهنتون کې د سنتي طب پوهنځی، د خوست په ولایت کې النور خصوصي پوهنتون د کونړ په ولایت کې د عبدالله بن عباس(رض) په نوم دیني جامعه هم رامنځته شوي دي. په ۱۴۴۷ هـ ق کې د ټکنالوژۍ او عصري علومو، انجینرۍ،کمپیوټر سیاینس او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ۶۳۳ نوي بستونه رامنځته شوي دي.»

ذبیح الله مجاهد د پوهنې وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو شریکولو پرمهال وویل چې اوسمهال د ټول هېواد په کچه په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې له ۷.۵ میلیونه زیات زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او ترڅنګ یې څه باندې دوه میلیونه طالب العلمان په دیني مدارسو کې زده کړې کوي.

د نوموړي په خبره، په دې  موده کې ۲۳۸ ښوونځیو او دیني مدارسو ته نوې ودانۍ  جوړې شوې او د نږدې زرو ښوونځيو او دیني مدارسو ودانۍ بیا رغول شوې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: « په ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د ټول هېواد په کچه د ۲۳۸ بابه ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي او ۹۷۰ بابه نور ښوونځي او دیني مدرسې ترمیم  او بیا رغول شوې دي. په همدې کال، ۷ میلیونه، ۶۲۰ زره ۶۴۰ تنه زده کوونکي د هېواد په ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو عملا ً په زده کړو بوخت وو. ټولټال ۲ میلیونه، ۴۴۴ زره ۷۵۲ تنه طالب العلمانو په دیني مدرسو کې زده کړې کولې.»

د اسلامي امارت ویاند دا هم ویلي چې د تېر یوه کال په موده کې۸۲ زره او ۸۳۲ تنه بېرته راستانه شوي هېوادوال د زده کړو په موخه ښوونیزو مرکزونو کې شامل شوي او دغه راز، د ټول هېواد په کچه لسګونه زره ښوونکو، د ښوونځيو مدیرانو، سرښوونکو او آمرانو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پرګرامونه هم جوړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist