Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

حکومت په تېرو۴۰ ورځو کې د پوځي رژیم د جنګي جنایتونو نوملړ خپور کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

اسلامي امارت د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د عامو خلکو د مرګ ژوبلې او اوښتو زیاتونو په اړه شمېرې داسې مهال خپروي چې دامهال د کابل او اسلام اباد پلاوي د چین په منځګړیتوب په اورومچي ښار کې په خبرو بوخت دي.

د اسلامي امارت له خوا خپرې شوې شمېرې ښيي چې د روان زېږدیزکال د فبرورۍ له ۲۲ مې نېټې د اپریل تر ۴ مې پورې د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې له ۷۶۱ تنه ملکي افغان شهیدان او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان پوځي رژیم په تېرو شاوخوا شپږو اوونیو کې د کابل په ګډون د هېواد پر نهو ولایتونو هوايي بریدونه کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د پاکستان پوځي رژیم د فبروري له ۲۲ مې د اپرېل تر ۴ مې نېټې پورې د کړو بریدونو او جنګي جنایتونو له امله په هېواد کې ۷۶۱ ملکي وګړي شهیدان او۶۲۶ نور ټپیان شوي دي. له دې سربیره، په دغو بمباریو کې ۳۴ جوماتونه، ۱۳ مدرسې، ۳ روغتیايي مرکزونه،۱۳ ښوونځي،۲۵۶ دوکانونه، ۱ زر۱۴۰ کورونه او ۴۲ موټر ویجاړ شوي او ۶۶۱ څاروي وژل شوي دي. په یاده موده کې د پاکستان پوځ پر افغان خاوره۱۴ زره ۹۷۳ ډیسي توپونه او هوانونه ویشتلي چې له امله یې ۲۷ زره ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې دي.»

د پاکستان پوځي رژیم دغو بریدونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې د بشري حقوقو د نړیوالو سازمانونو اندېښنې هم را وپارولې دي او په دې ترڅ کې د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له پوځي رژیم څخه د وضاحت غوښتنه کړې.

په همدی حال کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو بیا د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د هرې پېښې په اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې.

د بشري حقونو فعالان هم د ملکي وګړو او عامه تاسیساتو په نښه کول غیر قانوني بولي او په دې تړاو د جدي پلټنوغوښتنه کوي.

د بشري حقونو فعال روکای ولیزاده وايي: « د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو هدف ګرځول له ټولو نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. په ځینو حالاتو کې دا ډول بریدونه جنګي جنایت ګڼل کېږي. همدارنګه دغه شان بریدونه د ملکي وګړو او تاسیساتو د خوندیتوب په تړاو د جینوا پروټوکول ټول قوانین تر پښو لاندې کوي. حتا د ډېر جدي جنګي وضعیت پرمهال هم بشري قوانین د جګړې ښکېل اړخونه د دغو اصولو پر رعایت کولو مکلف ګڼي. د پاکستان پوځي رژیم چلن له هېڅ امله د توجیه وړ نه دی؛ تمه لرو چې دا ډول چلن او کړنې هر څومره ژر چې وي، پای ته ورسول شي.»

یو شمېر سیاسي شنونکي بیا د پاکستان پوځي رژیم دا بریدونه د اسلامي امارت لپاره یوه جدي ننګونه بولي او وايي، حکومت دې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

دوی همدا راز سپارښتنه کوي چې اسلامي امارت دې په سیمه کې د خپلو سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو ساتلو لپاره مناسبې لارې ولټوي.

د سیاسي چارو شنونکی روح الله هوتک وايي: « امارت د خبرو او ډیالوګ له لارې د ستونزو هوارولو لپاره ژمنتیا ښودلې او باید جدي تعقیب شي. په ورته مهال، د خاورې دفاع پر ټولو افغانانو فرض ده او دا ښکاره خبره ده چې د رد الظلم عملیات مناسب او حساب شوی ځواب دی. زما نظر دا دی چې ستونزه په ډېپلوماټیکو هڅو هغه مهال حل کېدای شي چې په خبرو باور موجود وي. د دې لپاره باید د پوځي رژيم تېری ودرول شي، د خپلو خلکو امنیت خپله تأمین کړي او لامل یې افغانستان ونه بولي.»

اسلامي امارت د پاکستان د هر هغه برید پر وړاندې چې په کې ملکي وګړي په نښه شوي، سخت غبرګون ښودلی او د غچ اخستلو عملیات یې کړي.

له دې ټولو سره، د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر ملکي وګړو د بریدونو لړۍ نه ده بنده شوې.

د شنونکو په باور، د دې بریدونو بندولو یوازینۍ لاره پر اسلام اباد د نړیوالو فشارونو راوړل دي. دوی وايي، اسلامي امارت باید نړیوال قانع کړي چې په دې تړاو پر اسلام اباد فشارونه وارد کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist