Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت په باګرام زندان کې د بندیانو شکنجه رد کړه

admin by admin
2020/03/29

طالبانو ادعا کړې چې بګرام زندان کې یې بندیانو سره زور زیاتی کېږي.

د سولې لپاره په رامنځته شوي نازک فرصت کې د حکومت او طالبانو لخوا پر یو بل د بهانو او له بندیانو سره د ناسم چلند راپورنه خپریږي.

طالبانو ادعاء کړې چې له تېرو څو ورځو راهیسې  باګرام زندان کې له طالب بندیانو سره زور زیاتی پيل شوی، چې بندیان افتابۍ او نور حقه حقوقو ته نه پرېښودل کیږي.

طالبان وايي، حکومت په بګرام کې د دوی یو بندي ملګری وژلی او یو شمېر نور یې سخت وهلي ډبولي دي.

د طالبانو د بندیانو کمېسیون ویلي، که د دوی له ملګرو سره زور زیاتی دوام وکړي، د خپلو ملګرو غچ به واخلي.

افغان حکومت وايي، د طالبانو دا ادعا د سولې مذاکراتو لپاره یوه پلمه ده چې و یې ځنډوي.

طالبانو داسې ویلي (( موږ د سور صلیب په نړیواله اداره، د بشر حقونو په ټولنو او نورو خیریه بنسټونو غږ کوو چې له مظلومو بندیانو سره د دغه ناوړه چلند مخه ونیسي، د بندیانو د اړتیاوو د پوره کېدو لپاره عاجل لاس په کار شي))

هڅه مو وکړه د دې ادعا په تړاو د امنیت شورا نظر واخلو خو بریالي نشو.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر بیا له بندیانو سره د ناوړه چلند ادعا رد او تایید نه کوي خو وايي، دا مسله د نورو بهانو په څېر د طالبانو لخوا یوه بهانه ده.

د ولسمشر ځانګړي سلاکار وحید عمر داسې وویل (( په دې حساس وخت کې چې زموږ لخوا ټول کارونه شوي د طالبانو لخوا داسې پلمې جوړول به د سولې پروسې سره کمک و نه کړي او دا د پلمو یو جز دی.))

د بشري حقوقو څارونکي په زندانونو کې له زندانیانو سره زیاتی د بشري حقونو خلاف عمل ګڼي، وايي دا ډول حرکات نازک وضعیت ته صدمه رسولی شي.

د افغانستان د بشري حقونو سازمان رییس لعل ګل لعل داسې وویل (( دا لومړۍ پېښه نه ده په تیرو نولس کلونو کې دې ته ورته پېښې شوي او هر لوری چې ملامت وي موږ یې ملامتوو او دا ډول پېښې غندوو. موږ یو وار بیا له دواړو خواوو غواړو چې زندانیانو سره دې سم چلند وکړي او ستونزې دې د خبرو له لارې حل کړي.))

د مالوماتو له مخې د افغان حکومت په زندانونو کې لږ تر لږه څلوېښت زره بندیان شته دي چې شاخوا پنځلس زره یې سیاسي بندیان یادیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist