Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/29

د اسلامي امارت حکومت یو ځل بیا «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» تر نامه لاندې خلکو ته د حساب ورکولو پروګرام پیل کړ.

د دیني او فرهنګي ارزښتونو د ترویج، عدالت او قانون په اوونۍ کې د اطلاعاتو و فرهنګ، سرحدونو، قومونو او قبایلو او حج او اوقافو او یو شمېر نورو وزارتونو او ادارو مهمې لاسته راوړنې تشریح شوې.

د دې پروګرام پيل د اسلامي امارت مرکزي ویاند ذبیح‌الله مجاهد وکړ او په تېر یوه کال کې یې د یادو وزارتونو لویې لاسته راوړنې وړاندې کړې.

مجاهد د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت په تړاو وویل چې دې وزارت د ګرځندوی او فرهنګي، تاریخي اثارو د ساتنې، د شعر او ترانې، رسنیز ډګر، کتابونو، فرهنګي هویت ساتنې په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

د هغه په خبره، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې۱۰زره بهرنیو وګړو او شاوخوا ۸ میلیونه کورنیو سیلانیانو د هېواد له تفریحي سیمو او تاریخي، فرهنګي او طبیعي ځایونو لیدنه کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي: « په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې ۱۰ زره بهرنيو وګړو او شاوخوا ۸ میلیونه داخلي وګړو د هېواد له تاریخي، تفریحي او فرهنګي ځایونو لیدنه کړې. په همدې کال ۸۰۰ سیاحتي او زیارتي شرکتونو ته د فعالیت جواز ورکړل شوی. همدارنګه د ۶۰۰ شرکتونو جوازونه نوي شوي او د قوانینو د مخالفت له امله د ۸۰ شرکتونو جوازونه لغو شوي دي.»

د اسلامي امارت ویاند دغه راز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند وویل چې تېر کال یې ۴۲۳ قومي شخړې حل او سلګونه غونډې جوړې کړې دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لوري ۴۲۳ قومي شخړې حل شوې چې له دې ډلې ۹۹ لویې شخړې او پاتې نورې وړې شخړې وې.

مجاهد په دې اړه وايي: « په ۱۴۴۷ هجري قمري کال د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له خوا په ټول هېواد کې ۴۳۲ شخړې هوارې شوې چې له ډلې یې ۹۹ سترې او ۳۳۲ نورې یې کوچنۍ شخړې وې.»

په ورته مهال، د حج او اوقافو وزارت تېر کال بېلابېلو شرعي برخو کې ۲۲۷فتواوې ورکړې دي.

د اسلامي امارت ویاند د حکومت د مطبوعاتو هندارې کنفرانس پر مهال په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د هېواد د حج او اوقافو وزارت لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

ذبیح‌الله مجاهد وویل، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت بېلابېلو شرعي برخو کې د حنفي فقهي اصولو او قواعدو په رڼا کې ۲۲۷ فتواوې په کتبي او ۴۰۰ شرعې مشورې په شفاهي ډول صادرې کړې دي.

د نوموړي په خبره، یاد وزارت تېر کال د ۱۴۷جوماتونو د جوړولو او ۴۴ نورو بیارغونې له ډلې ۴۴ جوماتونه جوړ او ۲۸ترمیم شوي او د ۱۰۳ جوماتونو جوړولو او ۱۶نورو د ترمیم او بیارغونې چارې لا هم دوام لري.

د اسلامي امارت ویاند وايي: « د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې ۳۰ زره تنو حاجیانو ته د حج فریضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته د تګ زمینه برابره شوې او ټوله پروسه یې په ښه ډول مدیریت شوې. همدارنګه ۱۰۸ عمرې ته استوونکو شرکتونو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوې او ۷۹ زره عمره کوونکي کسان هم سعودي عربستان ته استول شوي دي. د فتوا په برخه کې، د حنفي فقې په رڼا کې په مختلفو برخو کې ۲۲۷ فتواګانې په کتبي او ۴۰۰ شرعي فتواګانې په شفاهي بڼه صادرې شوې دي.»

دغه راز ۳۰ زره افغان حاجیانو ته د سعودي عربستان د حج فریضې ادا کولو زمینې برابرولو ترڅنګ، ۱۰۸ د عمرې استوونکو شرکتو ته د جواز له ورکړې وروسته، څه باندې ۷۹ زره عمره کوونکي سعودي ته استولو د یاد وزارت نورې لاسته راوړنې وښودې.

د دې ترڅنګ، د روژې میاشت کې د هېواد په ۴۱۱ پوځي مرکزونو کې د قرانکریم ترجمې او تفسیر دورې دایرول او د ورځې له اړتیا سره سم د بېلابېلو دیني او ټولنیزو موضوعاتو په اړه د جمعې لمانځه ۵۲ خطبو وړاندې کولو د حج او اوقافو وزارت له نورو مهمو لاسته راوړنو شمېرل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي
افغانستان

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

جولای 29, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د بشري حقونو سازمان: د پاکستان بریدونو کې نږدې ۱۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جولای 28, 2026
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د تغذیې پروګرام له خطر سره مخ دی

جولای 28, 2026
د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي
افغانستان

د جرمني له پنځو سرتېرو کابل هوايي ډګر څخه د غلا په تور څېړنې کېږي

جولای 28, 2026

وروستي خبرونه

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

روغتیا وزارت: د پاکستاني درملو واردات بند دي او د قاچاق مخنیوی یې کېږي

جولای 29, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026
مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

مجاهد: هېوادونه دې له افغانستانه د امنیتي ګواښونو اندېښنه نه کوي

جولای 29, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist