Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت: هغه پوځي مسوولین به له قانوني چلند سره مخ شي،چې ځواکونو ته یې اکمالات نه دي کړي

admin by admin
2021/07/03

د حکومت  رسنیو دفتر مشر دوا خان مینه پال وايي٬ افغان حکومت به له هغو ولایتي  پوځي مسولینو سره قانوني چلند وکړي،چې د سرتېرو په اکمالاتو کې یې ناغېړي کړې ده.

مینه پال زیاته کړه:« دا د ولایتي پوځي مسوولینو کار دی،چې اکمالات پر وخت وکړي. که څېرته دوی پر خپل کار کې ناغېړي کوي، بې له شکه چې له هغوی سره به قانوني چلند کېږي.»

د طالبانو د تازه پرمختګونو یو لامل هغو کلابندو سرتېرو ته پر وخت د مرستو نه رسول په ګوته کېږي،چې له میاشتو یې د هوا  او ځمکې لارې څارلې.

مینه پال مني،چې افغان ځواکونه په یو شمېر سیمو کي کلا بند دي،خو تمه لري چې د هوايي ځواک په رسیدو به دا ستونزه حل شي.

مینه پال زیاته کړه:« د الوتکو دا وروستۍ جوپه چې امریکا  یې د افغانستان له  امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته کوي، راورسېږي، په دې سره به د افغانستان  امنیتي او دفاعي  ځواکونه وکولائ شي،چې د طالبانو جګړه مهار کړي. هغه ولسوالۍ چې کلابندې دي، هلته چې زموږ سرتېري کلابند دي، وژغوري. »

افغان حکومت د طالبانو وروستيو بریدونو بیا د سیاسي او  اقتصادي بریدونو نوم ورکوي چې په خبره یې غواړي له دې لارې پر حکومت او ولس فشارونه راولي.

خو د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د امنیتي ارګانونو ترمنځ نه همغږي هغه لامل دی،چې د افغان ځواکونو اکمال لړۍ یې اغیزمنه کړې ده.

د ولسي جرګې غړی نیاز ولي مسلم وايي: «  د امنیتي ځواکونو  ترمنځ ښه همغږي نه شته. که څېرې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ترمنځ ښه همغږي وی، دغه حالت به نه راته. »

 افغان حکومت پر کور دننه د ولسي پاڅون کوونکو په ملتیا غواړي، د طالبانو بریدونه مهار کړي.

 دا لړۍ د هېواد بېلا بېلو ولایتونو ته غځیدلې او تر یوه بریده یې مثبته پایله ورکړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي
افغانستان

کابل کې لومړی ځل د مالدارۍ او کرنیزو تولیداتو ملي او نړیوال نندارتون جوړیږي

اگست 5, 2026
خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي
افغانستان

خلک: اسلامی امارت باید د انساني قاچاق پر وړاندې جدي ګامونه پورته کړي

اگست 5, 2026
پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې
افغانستان

پاکستان یوځل بیا افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور ادعا کړې

اگست 5, 2026
عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د روغتیا سکټور لپاره پنځه کلنه سټراټیژي اعلان کړه

اگست 5, 2026
شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist