Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت له اوربند پرته طالبانو سره خبرې نه کوي

admin by admin
2019/09/22

افغان حکومت له اوربند پرته طالبانو سره د سولې خبرې نه کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، طالبانو سره خبرو ته تیار دی، خو هغه وخت، چې دغه ډله له تاوتریخوالي لاس واخلي.

ها خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل دریځ د ټینګار سربېره ویلي، چې طالبان به له هغه څه سره مخ شي چې پخوا نه وو مخ شوي.

ولسمشر غني چې ټول تمرکز یې د بلې اونۍ ټاکنو باندې دی په دې شرط طالبانو سره د سولې لپآره تیار دی چې لومړی اوربند وشي.

امریکايي ولسمشر د خپل دریځ په دفاع کې دی او په وار وار یې ویلي، چې د یو غښتلي امریکایي سرتیري او یولس افغانانو په وژنې سره د سولې خبرې له خپل مسیره پاتې شوي دي.

د ډونالډ ټرمپ په وینا دې ډلې پسې هرځای ته ورځي او زیات یې ځپلي دي.

ټرمپ داسې ویلي (( طالبانو انګیرله چې د کابل برید په کولو سره به خپل قوت څرګند کړي خو په حقيقت کې دا د هغوی لخوا يو بې رحمه عمل و او د دوی کمزوري يې وښوده. په تېرو څو ورځو کې مو په هغوی له بل هر وخت ډېر او سخت بريدونه کړي دي او دابه دوام ولري. که طالبان په هر دليل زموږ هېواد ته راشي نو موږ به هر هغه ځای ته پسې ورشو او هغه قوت به يې پر وړاندې استعمال کړو، چې امريکا کله هم نه دی استعمال کړی. طالبان به له هغه څه سره مخ شي، چې مخکې يې نه و ليدلي.))

ټاکل شوې نوې اونۍ کې افغانان د څلورم ځل لپاره ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي خو لاهم باور کم کېږي چې ټاکنې به له سولې وړاندې وشي چې په اړه یې بحثونه نن سبا ډېر ګرم دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist