Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت: روان کال ۸۲ زره افغان او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

حکومت: روان کال ۸۲ زره افغان او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونه ورکړل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

په هېواد کې د بې ‌روزګارۍ کچې لوړېدو سره هم‌مهاله، حکومت په روان لمریز کال کې لسګونه زره کسانو ته د کار انفرادي جوازونو وېشلو خبره کوي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، یوازې روان کال ۸۲ زره کسانو ته د کار جوازونه وېشل شوي چې له ډلې یې ۶زره هغه بهرني وګړي دي.

د دې وزارت مسوولانو دا نه ده روښانه کړې چې د کار انفرادي جوازونو ترلاسه کوونکو په ډله کې ښځې هم شته که نه؛ خو ډاډ يې ورکړی چې له ټولو ممکنه لارو د بې ‌رزوګارۍ کمولو لپاره کار اخلي او د کار انفرادي جوازونو د وېش لړۍ به لا چټکه کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع‌الله ابراهیمي وايي: « له نېکه مرغه د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال په بهیر کې له ۸۲ زرو څخه زیاتو هېوادوالو او بهرنیو وګړو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د کار جوازونه وېشل شوي چې له ډلې یې ۶ زره تنه بهرني وګړي دي. د دغو کسانو تخصص، تجربې، مسلک او مهارت ته په خصوصي سکټور کې اړتیا لیدل شوې او د کار ګومارونکو په غوښتنه د کار وزارت له موافقې وروسته، افغانستان کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده. د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه دا ده چې د کار په بازار کې په امارتي او خصوصي ادارو کې د کاري جوازونو له لارې د کارګرانو حقوق خوندي او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.»

اوسمهال په هېواد کې د خلکو ډېره اقتصادي تکيه پر کرنه او بڼوالۍ ده، خو د اقلیمي بدلونونو او په ځانګړې توګه د وچکالۍ له امله د عايد دا سرچينه هم د وچېدو له خطر سره مخ شوې.

له دې سره، له ګاونډیو هېوادونو او خيبرپښتونخوا څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو هم د کار موندلو کړۍ تنګه کړې او د نورو افغانانو په څېر یې تازه راستانه شوي هم له بې‌روزګارۍ سره مخ کړي دي. کار ته اړمن افغان وګړي له حکومت د کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کوي.

کابل ښار ته یو تن تازه راستون شوی وايي: « موږ له حکومت غواړو چې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي؛ ځکه موږ تازه راستانه شوي یو او داسې یو له ړانده او کاڼه، نه پوهېږو له کوم ځایه یې پیل کړو، لارې راته نه دي معلومې، کارونه راته نه دي معلوم او همداسې د ړندو په شان ګرځو.»

بل پلو، شنونکي هم په روان کال کې د کار انفرادي جوازونو وېشل ستايي او ډاډ څرګندوي چې د کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو سره به بهر ته د کډوالۍ مخنيوی هم وشي.

دوی ټینګار کوي چې اوسنی حکومت دې بهرنیو پانګوالو ته په هېواد کې د بې روزګارۍ کچې راټيټولو لپاره د پانګونې شرایط لا اسانه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « هغه افراد او اشخاص چې ګومارل شوي، باید نوملړ یې جوړ شي چې څوک چېرته او په څه بوخت دي. همدارنګه په دې اړه د شمېرو معلومولو ته اړتیا ده چې څومره ځوانان وزګار دي، ترڅو د کار ځای ورته پيدا شي. دا په راتلونکي کې د احصایې اخستلو لپاره یو ښه بعد دی.»

له دې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو وزیر منلې وه چې په هېواد کې بې روزګاري د افغانانو جدي ستونزه ده، خو ډاډ يې ښودلې و چې په کوردننه او بهر افغانانو ته د خوندي کاري فرصتونو رامنځته کولو هڅې تېزې شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist