Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حکومت د مرستندويانو له لوري هرات کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې کافي نه بولي

حکومت د مرستندويانو له لوري هرات کې له زلزله ځپلو سره شوې مرستې کافي نه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/12

د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، تر اوسه پورې په هرات ولایت کې د کنټرول ادارې لخوا شاوخوا ۵۷۰۰ زیانمن شویو کسانو ته مرستې برابرې شوي دي.

د دوی په خبره ۱۱۲ مرستندویو موسسو ورسره د مرستې ژمنه کړې او دغه مرستې به په پوره روڼتیا زیانمن شویو کسانو ته ووېشل شي.

چارواکي که څه هم يو شمېر زيانمنو کورنيو ته د مرستو د وېش خبره کوي، خو زياتوي چې تر دې دمه راټولې شوې مرستې کافي نه دي او د لا زياتو مرستو ته اړتيا ده.

د اقتصاد وزارت د انجوګانو رئیس مفتي عبدالسلام اشرفي وايي: « په عمومي توګه دغه مرستې چې د هرات له زلزله ځپلي ولس سره کېږي دا بسنه نه کوي، ځکه دا مرستې د هغه چا لپاره کېږي چې ژوندي پاتې شوي، په زنده جان ولسوالۍ کې نږدې اته کلي داسې دي چې ډېر کم کسان په کې ژوندي پاتې دي، زیاتره یې شهیدان شوې دي.»

بل خوا زیانمن شوي کسان وایي، خپل هر څه یې د زلزلې له امله له لاسه ورکړي او له حکومت او مرستندویو موسسو غواړي، چې له ژمي وړاندې ورته سرپناوې جوړې کړي.

زلزله ځپلی محمد داوود وايي: « زموږ هېله دا ده چې پاتې شوي کسان هر څه ته اړتیا لري او ورته رسېدنه وشي،هېڅ ورته نه دي پاتې، د خوراک، څښاک او د اغوستو کالي هر څه ته اړتیا لري، همداشان دا چې د هرې کورنۍ څخه کوم مال پاتې دی، دا مالونه هم سرپناه نه لري.»

په همدې حال کې د هرات عام وګړي هم د زلزلې له ویرې سړې شپې د سړکونو پر سر سبا کوي. دوی وایي د شپې لخوا هوا سړه او ماشومان یې له ګرمایشي امکاناتو بې برخې دي.

دوي له حکومت څخه غواړي، چې ورته د شپې سبا کولو لپاره خیمې او نور توکي ورکړي.

د هرات اوسېدونکی ګل احمد وايي: « ستونزې زیاتې دي، ماشومان ناروغ دي هوا سړه ده، امکانات نشته، خوراک او څښاک ته څه نشته، کورنو ته چې هم ورځو ډارېږو چې بیا زلزله و نه شي.»

چهارشنبه سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې يو وار بيا هرات د شدیدې زلزلې شاهد و، چې خلګو ته یې درانده مالي زیانونه اړولي او شاوخوا له اتیا څخه زیات ټپیان هم د هرات حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist