Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت د قطر بین الافغاني ناسته کې برخه اخلي

admin by admin
2019/07/04

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د حکومت استازي به په شخصي ډول غونډه کې برخه اخلي خو د حکومت استازولي به نه کوي.

د قطر پلازمینه دوحه به د راروانې اونۍ په سر کې د یوې بین الافغاني ناستې کوربه وي چې شاوخوا ۶۰ کسان به په کې برخه اخلي چې د حکومت استازي هم وربلل شوي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند عارف صمیم وایي، حکومت په دې ناسته کې برخه اخلي خو استازي یې د حکومت په استازولۍ برخه نه اخلي.

د طالبانو له اړخه مالومات دا دي چې په قطر کې د جرمنیانو په همکارۍ جوړېدونکې ناسته کې د ټیټې کچې خلک برخه اخلي او دوی ته په کې کوم صلاحیت نه دی ورکړل شوی.

په قطر کې پخوانی ډیپلوماټ صفت الله ساپی باور لري چې دا ناسته یوازې د دې لپاره ده چې قطر څخه د غوندو مسیر بدل شي.

امریکایان او طالبان په قطر کې په اووم پړاو خبرو لګیا دي خو داسې ویل کېږي چې خبرې کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

افغانستان کې د امریکا په استخباراتي حضور ټینګار یو هغه لامل دی چې قطر کې خبرې له پرمختګه غورځېدلې دي.

اوس د بهرنیو چارو وزارت کار روان کړی چې یوه داسې ناسته برابره کړي چې وکولی شي د جرمني د منځګړتوب مالومات له یو بل سره شریک کړي.

له دې سره د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي مرستیال ویلي چې د عمران خان د افغان حکومت په رضایت  طالبانو سره خبرې کوي.

سره له دې چې د سولې په پروسه کې د پاکستان په رول باور کېږي خو دغه هېواد تر اوسه پورې کوم عملي اقدام نه دی کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist