Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حکومت تل‌پاتې سوله غواړي، نه لنډمهالې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/13

حکومت تلپاتې سوله غواړي، خو دا سوله د ټاکنو د ځنډ په بیه نه مني .

په ارګ کې چارواکي د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري د وژل کیدو د څلورویشتم تلین په یاد سره راټول شوي و، خو د خبرو تمرکز تر ډيره په سوله او ټاکنو و.

ولسمشر محمد اشرف غني وویل د افغان حکومت په مالکیت د داسې سولې غوښتونکی دی چې لنډه مهاله نه وي او د تل لپاره د افغانانو ژوند په کې خوندي وي .

ولسمشر چې د عبدالعلي مزاري څلرویشتم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډه کې وویل لویه مشورتي جرګه به ورته د سولې په تړاو لازمې مشورې ورکړي .

له دې سره یو ځای د ولسمشر دویم مرستیال ویره لري چې که د سولې خبرې بریالۍ شي، طالبان به پرې حاکم شي.

ولسمشر وايي سولې ته ټینګه اراده او چمتوالی لري او په دې موخه به مشورتي لویه جرګه راغواړي چې اجنډا به یې د سولې خبرو لپاره د چوکاټ تعین وي .

اجرایه رییس عبدالله عبدالله بیا د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شویو پرمختګونو ته هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه چې له هرڅه ورته سوله لومړیتوب لري خو د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ په بیه نه ارزي .

سرور دانش بیا دا ویره هم درلوده که سوله ټینګه شي نو طالبان به یوځل بیا واک ته ورسیږي .

ولسمشرډاډ ښي چې د راتلونکو ټاکنو په ورځ به د خلکو امنیت خوندي کړي او د ټاکنو لپاره به د بودجې غم وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist