Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/06

په روسیه کې مېشت يوه افغان پانګوال په هېواد کې د وروستیو طبعي پېښو له قربانیانو سره د شل ټنه خوراکي توکو مرسته وکړه او په رسمي توګه يې له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ته وسپاره.

د دې ادارې چارواکي وايي، یادې مرستې به چې درې قلمه خوراکي توکي په کې شامل دي، ژر تر ژره پر اړمنو کورنیو ووېشي.

دوی د بشري مرستو  ډېرې اړتيا ته په کتو له نړیوالو مرستندویانو غواړي چې افغانان تر بل هر وخت اوس د دوی زیاتو بشري مرستو ته اړتیا لري.

له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې رییس نورالدین ترابي وايي: « د حاجي نادرشاه په نوم مسکو مېشت افغان تجار دا لسم ځل دی چې د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې له لارې د افغانستان له بېوزله خلکو سره مرسته کوي. نن یې باید ۲۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې چې پر پنځه  سوه تنو به ووېشل شي. دغه افغان تجار د هرې پېښې پرمهال زموږ له غوښتنې پرته مرسته کوي او موږ یې له مرستې مننه کوو.»

ترابي دا هم وايي چې د وروستیو ورښتونو او زلزلې له امله خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي او  زیانمن کسان بېړنيو مرستو ته  اړتيا لري.

ترابي کابل کې د سېلابونو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او مالي زيان په اړه د معلوماتو شریکولو پرمهال دغه راز وايي، تېرې يوې شپې ورځې کې په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډله يې ۱۳ کسان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

نور الدین ترابي زیاتوي: « که څه هم اټکل دا و چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ډېر تاوانونه ورسېږي مګر د خدای فضل دی ډېر تلفات نه لرو، ۱۳ تنه شهیدان او ۱۳ نور هم ټپیان لرو.»

له طبيعي پېښو سره مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پایله کې ټول‌ټال ۷۲ تنه شهیدان او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د مسوولانو په خبره، پر یاد ځاني زيان سربېره، سلګونه هکټاره کرنیزه ځمکه او دغه راز سلګونه باب کورونه او عامه تاسیسات هم په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist