Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حنیف اتمر هم ولسمشریزو ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه

shamshadnews by shamshadnews
2019/01/18

حنیف اتمر د اوسني حکومت په کارونو توندې نیوکې وکړې.

د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر د بریا په صورت کې د دوو مرستیالانو سربېره په دریم مرستیال او لومړي وزیر هم هوکړه وکړه.

اتمر دغه هوکړه لیک رسما له خپلو مرستیالانو یونس قانوني او محمدمحقق سره لاسلیک کړ.

حنیف اتمر د اوسني حکومت په کارونو توندې نیوکې وکړې.
دوی مخکې له نوماندۍ له خپل موجوده ټیم او د راتلونکې جوړښت پر سر دلته هوکړه وکړه.

هوکړه پرې دې وشوه چې په ټاکنو کې له بریالیتوب وروسته به په اساسي قانون کې تعدیل راولي چې د لومړي وزیر او درېیم مرستیال څوکۍ رامنځته کړي.

دا هوکړه ډیری خلک د نظام له بدلون سره تړي خو محمد حنیف اتمر کړې پریکړه او بدلون یوازې د ریاستي نظام پياړوتیا ګڼي.
که څه هم له لومړي سره د لومړي وزیر له څوکۍ سره خلک مخالف وو خو د یونس قانوني بیا ټیګار دا و چې دا کار به هرو مرو ترسره کوي.

د سولې او اعتدال ټیم اوسني حکومت جدي نیوکې درلودې او د خپل ټیم یوه موخه له اوسني حکومت څخه د افغانستان ژغورل په ګوته کړل.
اتمر خپل ټیم سولې ته ژمن بولي خو نیوکه یې دا وه چې ګنې ولسمشر غني د سولې په برخه کې له سیاستوالو سره سلامشورې نه کوي.

ښاغلي اتمر د سولې په تړاو هم د اوسني حکومت په کارونو نیوکې درلودې.
د دې ټیم مرستیال محمد محقق چې همهاله د اجراییه ریاست لومړی مرستیال دی وايي، افغانستان کې د ملي یوالي نه موجودیت ستونزې پراخې کړي دي.

د سولې او اعتدال ټیم دلته د خپلو ملاتړو احزابو او اشخاصو نومونه هم روښانه کړل.

د دوی په وینا ۳۰ احزابو او ګڼو مطرح څېرو له دوی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی چې حامد کرزی، صبغت الله مجددي، منصور نادري، عطا محمد نور، حامد ګیلاني، اسماعیل خان، وحیدالله سباوون، عمر زاخېلوال، بسم الله محمدي، نجیب کابلي او ځینې نور یې مطرحه څېرې ورسره دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist