Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې د افغانانو ایسارې کړې شتمنۍ بېرته ورکړي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې د افغانانو ایسارې کړې شتمنۍ بېرته ورکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/30

د ایران او اسراییلو تر جګړې را وروسته له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستنې لړۍ چټکه شوې.

 د راپورونو له مخې، هره ورځ شاو خوا دې۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستنېږي.

د راستنو شویو له ډلې ډېری يې ادعا کوي چې د ایراني حکومت له لوري تش لاس را ایستل شوي او سرپرست حکومت یې باید لاسنیوی وکړي.
د ریاست الوزرا ادارې مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هرات اسلام کلا بندر کې له راستنو شویو کډوالو سره تر لیدنې وروسته ویلي، هڅه کوي له  ایراني لوري سره د خبرو له لاري د افغان کډوالو ستونزې حل او یاد هېواد کې د افغانانو پاتې شوې شتمنۍ هېواد ته را ولېږدوي.

حنفي همداراز بهرنیو هېوادونو کې د افغانانو پانګونې ته په اشارې وایي، افغانان دې له بهرنیو ملکونو خپله پانګه هېواد ته را انتقال کړي.

د حنفي په خبره، پانګوالو ته وړیا ځمکه په واک کې ورکول کېږي او پنځه کاله به له مالیې معاف وي.

حنفي په دې اړه وايي: « هڅه کوو چې د هېڅ افغان حقوق ایران کې پاته نه شي. که چېري کوم څوک ظلم کوي، په جبر او اکراه یې ترې اخلي، باید بېرته د افغانانو حقوق ورکړي. موږ په دې برخه کې د بهرنیو چارو وزارت له لارې او خپله کوشش کوو چې د ایران اسلامي جمهوریت مسوولینو سره خبرې وکړو.»

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یوځل بیا تینګار وکړ چې د راستنېدونکو افغانانو لپاره په ۲۵ ولایتونو کې د ۳۵ ښارګوټي جوړولو پلان چمتو شوی او ژر به يې د ویش لړۍ هم پيل شي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دې اړه وايي: « د افغانستان ۲۵ ولایتونو کې د مهاجرینو لپاره د ۳۵ ښارګوټو سروي، ډیزاین، نقشه کشي او نور کارونه بشپړ شوي  او اکثریت ولایتونو کې مو افتتاح کړي هم دي. د ځمکو وېش هم پيل شوی او دا به ټولو مستحقو کسانو ته وېشل کېږي.»

له بلې خوا، له ایرانه په جبر را ایستل شوي افغانان غوښتنه کوي چې په کوردننه دې ورته د کار زمینه برابره شي، ترڅو بیا د مجبورۍ له امله کډوالۍ ته اړ نه شي.

راستون شوی کډوال حسین محمد وايي: « موږ ته دې د کار زمینه برابره کړي، موږ دې له دې بدبختۍ او لوږې ه خلاص کړي. موږ ایران کې وهي چې تاسو خیانت کړی. موږ نو څه خیانت کړی؟ ایران د افغانستان خلکو اباد کړ نه ایرانیانو.»

یو بل راستون شوی محمد شفېع وايي: « غوښتنه مو له اسلامي حکومت دا ده چې مهاجرین سرپناه نه لري، هوا ګرمه ده، ماشومان ناروغیږي، یوه سرپناه راته جوړه کړي.»

تازه راستنه شوې کډواله راضیه وايي: « زما غوښتنه دا ده چې کوم کډوال راځي، لږ مرسته ورسره وکړي او ورته کور ورکړي. د دوی کورونه هلته پاتې شوي، خالي لاسونه راستانه شوي دي.»

دا په داسي حال کې ده چې ډېری افغانان د بې روزګارۍ او تېرو جګړو له امله نورو هېوادونو ته کډوال شوي وو، خو اوس مهال له  پاکستان وروسته ایران هم د افغان کډوال را ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist