Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: له پاکستانه د افغانانو په زور شړلو پر دوه اړخیزه اړیکو منفي اغېز کړی

حنفي: له پاکستانه د افغانانو په زور شړلو پر دوه اړخیزه اړیکو منفي اغېز کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې) اوچا( عمومي ریيس ټام فلېچر د اووه ورځني سفر په موخه کابل ته راغلی او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لیدنو پر دوام یې د ریاست الوزرا له اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي سره ليدلي.

حنفي په دې لیدنه کې له پاکستانه پر زور د افغان کډوالو ايستل د نړيوالو او ښه ګاونډيتوب اصولو خلاف عمل بللی او دوام يې د کابل او اسلام ‌اباد د اړيکو پر زيان ګڼلی.

 د نوموړي په خبره، سرپرست حکومت د پاکستان په شمول له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر اصل ولاړو مثبتو اړيکو پلوی دی او له نورو هم ورته هيله لري.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دې لیدنې په اړه وايي: « محترم مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مننه وکړه او وې ویل، اسلامي امارت د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره هڅې کوي. نوموړي له ګاونډیو هېوادونو د افغان مهاجرینو ایستلو پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې وګڼله او وې ویل، دغه کار په دوه اړخیزو اړیکو منفي اغېز کړی او هیله ده ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د ریاست الوزرا اداري مرستیال همدارنګه وویل، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو، پر متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې عمومي ریيس افغانان په اوس کې جدي لاسنيوي ته اړ ياد کړي او د ملګرو ملتونو له لوري يې ورسره د همکاريو ډاډ ورکړی.

که څه هم په روانې اپریل میاشت کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير اسحاق ‌ډار کابل ته د سفر پرمهال د کډوالو پر وړاندې د نرمښت ژمنه کړې وه، خو په خيبرپښتونخوا او ياد هېواد کې مېشت افغان کډوال وایي، د پوليسو چلن ورسره نه دا چې ښه شوی نه دی، بلکې لا سخت شوی.

په پاکستان کې دېره افغان کډوال مجاهد شينواری وايي: « له بلې خوا د پاکستان وزیر داخله وايي چې په دې وخت کې توصیې نه کېږي او په دې خاطر افغان مهاجرین په تشویش کې دي. دا مهال په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د نیولو او ایستلو لړۍ په موقت ډول بنده شوې ده.»

د سیاسي چارو شنونکي او د کډوالو د حقونو مدافعان له افغان کډوالو سره د پاکستان چلن دستوري بولي او باور یې دا دی چې پر افغانستان يې د فشار راوړلو لپاره کاروي.

دوی په دې اړه معقولې حل ‌لارې ته د رسېدو لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د مذاکراتو وړانديز کوي.

د کډوالو د حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي: « نړیواله ټولنه باید د ډېپلوماټیک فشار او حقوقي کړنلارو په کارولو او په ځانګړې توګه په زور د بېرته نه ګرځولو اصل پر بنسټ، د افغان کډوالو عادلانه او خپل خوښه بېرته راتګ تضمین کړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « سره له دې چې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، خو ستونزه لاهم د سیاسي باور نه شتون او نړیوالو همکاریو کمښت له امله حل شوې نه ده. د حل لپاره باید سیمه ییز  تفاهم، عملي اقدامات او د کډوالو د حقونو تضمین اړین دي.»

د راپورونو له مخې، يوازې د دوشنبې په ورځ د تورخم له لارې ۱۵۴۱ او د انګور اډې له لارې ۳۴ افغانان په جبري توګه له خيبرپښتونخوا او پاکستان را ایستل شوي دي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم وویل، د روانې اپریل میاشتې له لومړۍ نېټې راهیسې له پاکستان او ایران څه باندې ۱۳۰ زره افغان کډوال را ایستل شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist