Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مرسیتال ملا عبدالسلام حنفي د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د غبرګولې پر ۱۵ مه» کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) له مشرې دیبورا لاینز سره کتلي دي.
لېدنه کې دواړو لوریو د افغانستان بشري وضعیت، د کرنیز سکتور ملاتړ او بانکي مسایلو په تړاو خبرې کړي دي.
لاینز، د نجونو او ښځو د کار او زده کړو په تړاو هم خبرې کړي دي.
لاینز له خپل مل پلاوي سره د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیر اخان متقي سره هم کتلي دي.
لاینز او امیر خان متقي د کرنې او اقتصاد په برخه کې پر ګډو همکاریو ټنیګار هم کړی دی.
لاینز له تیرو څو اونیو راهیسې د اسلامي امارت له مشرانو سره د لیدنو لړۍ ته دوام ورکړی دی.