Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنفي: د پنځه میلیونه کډوالو په راستنېدو سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه زیات شوی

حنفي: د پنځه میلیونه کډوالو په راستنېدو سره د هېواد نفوس ۱۱ سلنه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/12

د ریاست الوزرا اداري مرستیال،  مولوي عبدالسلام حنفي وایي، د اسلامي امارت د مشرتابه په امر به ټول هېواد کې هرې راستنېدونکې کورنۍ ته په بېړني ډول د استوګنې لپاره یوه نمره ځمکه ورکړل شي.

حنفي دا څرګندونې  لوګر ولایت ته د سفر پرمهال کړې او ولایتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې د کډوالو په ښارګوټو کې د څښاک پاکې اوبه، سړکونه، روغتونونه، مدرسې او ښوونځي چمتو کړي.

نوموړی زیاته کړې، په تېرو نږدې پنځو کلونو کې د څه باندې ۵ میلیونه کډوالو په بېرته راستنېدو سره، د هېواد نفوس ۱۱ سلنه زیات شوی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي: « په ورته وخت کې زموږ راستنېدونکي کډول سخت ځورول کېږي او افغانستان ته د راتګ اجازه نه ورکول کېږي. دا د ټولو اصولو خلاف کار دی. هېواد ته تر اوسه له پنځو میلیونو زیات مهاجر راغلي او پاتې نور هم را روان دي.»

مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز ویلي، هره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه څلور تر اوو زرو پورې کډوال هېواد ته راستنیږي. هغه ولایتي مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې د کډوالو په ښار ګوټو کې د څښاک اوبو، سړکونو، روغتونونو، مدرسو او ښوونځیو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي: « په دې اړه مو له ولایتي مسوولینو سره تفصلي خبرې درلودې. هدف دا دی چې باید هرې راستنې شوې کورنۍ ته په بېړنۍ توګه یوه نمره ځمکه ووېشل شي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند کمال افغان وايي: « تر اوسه په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه نمرې وېشل شوې دي، ترڅنګ یې نورې ریزرف ساحې تعیین او تثبیت شوې دي. دا د دې لپاره چې که موجوده ځمکې او ښارګوټي ډک شي، نورو راستنېدونکو ته به هم ځمکې په پام کې نیول شوې وي. زموږ متخصصین په دې کار کوي چې پر دغو ځمکو معیاري ښارګوټي جوړ کړي.»

په ورته مهال، افغان کډوال د اسلامي امارت له دې اقدام خوښي څرګندوي او غوښتنه کوي چې د ځمکو وېش لړۍ دې چټکه شي او دوی ته دې د کار او روزګار سربېره، د زدکړو زمینه هم برابره کړي.

تازه راستون شوی احمدالله وايي: « اسلامي امارت د ځمکو او کور ژمنه کړې او موږ وینو چې خپله وسه کوي، که خدای کول هرڅه به برابر شي.»

بل پلو، د افغان کډوالو فعالان د اسلامي امارت دا اقدام د افغان کډوالو د سرپناه او استوګنې لپاره مهم ګام بولي او ټینګار کوي چې اسلامي امارت دې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغان کډوالو ستونزې او ننګونې د خبرو له لارې حل کړي.

پر راستنو شویو کډوالو د ځمکو وېش داسې مهال پیل شوی چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې او له همدې امله، د کډوالو نړیوالو سازمانونو له پاکستان او ایران غوښتي چې د افغانانو جبري ایستلو لړۍ ودروي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ په موخه د ځمکو ورکولو بهیر چټک کړای شوی او تر اوسه یې په څه باندې ۲۰ زره راستنو شویو کورنیو ځمکې وېشلې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist