د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال د دیني عالمانو رول د نظام په پیاوړتیا او د هېواد په جوړونه کې مهم بللې او د یووالي لپاره یې تر نورو خلکو د دوی مسوولیتونه ډېر یاد کړي دي.
شیخ محمد خالد حنفي غونډه کې د فساد پر وړاندې پر مبارزې او د عدالت پر تامین ټینګار کړی او له خلکو يې هم غوښتي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
حنفي زیاته کړې: « که هېواد جوړی، نو همدا تاسو به یې جوړی او که اسلامي نظام پلی کوی، همدا تاسو به یې پلی کوی. همدارنګه که یې خرابوی هم همدا تاسو به یې خرابوی. کله چې د وخت حکومت، علما او مخور کسان سره یو موټی شي، بیا نو دښمن درځ نه شي پیدا کولی.»
نوموړي ننګرهار ولایت ته په خپل سفر کې که څه هم ددې وزارت لاسته راوړنې مهمې وبللې، خو بیا يې هم ټینګار وکړ چې د منکراتو مخنیوي کې دې ورسره قومي مشران همکاري لا ډېره کړي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزیر په دې تړاو ویلي: « د امربالمعروف مسوولیت یوازې د وزارت او ریاست نه دی بلکې په دې کې علما خپل، متنفذین او شیوخ خپل مسوولیتونه لري. دا هغه وخت کېږي چې دوی له یوبل سره همغږي ولري. کله چې منکر لیدل کېږي، لومړی مسوولیت زموږ د متنفذینو دی چې مخه یې ونیسي، که هغوی یې نه شي کولی بیا دې رسمي ادارو ته خبر ور کړي.»
شیخ محمد خالد حنفي دا هم ویلي چې تر اوسه یې له سلو زرو څخه زیاتو هغو ښځو ته چې د میراث له حقونو بې برخې وې، خپل حقونه سپارلي دي.
شیخ محمد خالد حنفي ویلي: « زموږ زرګونه خویندو، زموږ له ۱۵۰ زرو ډېرو خویندو ته د میراث حقونه ورکړل شوي. دوی له میراث څخه محرومې کړای شوې وې، خو زموږ د امربالمعروف مسوولینو له دې حق برخمنې کړې.»
د امربالمعروف وزیر داسې مهال ننګرهار ته سفر کړی چې تر دې وړاندې نوموړی هرات ولایت ته په رسمي سفر تللی و او هلته يې تر ډېره پر ملي یووالي او د عدالت په تامین کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار کړی و.