Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: نړیوال دې د افغانستان پرمختګ کې همکاري وکړي

حقاني: نړیوال دې د افغانستان پرمختګ کې همکاري وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/15

د کورنيو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو د درېیمې کالیزې په نمانځغونډه کې د غوره کاري فرصتونو د برابرېدو خبره وکړه او وویل، د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره د ګډ کار لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او نړیوال دې د افغانستان پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.

حقاني دې هدف ته د رسېدو لپاره له نړيوالو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره د مرستو لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي او د بیا رغونې لپاره د هغو مرستو ته ادامه ورکړي چې له تېر حکومت سره يې کولې.

حقاني زیاتوي: « نړیوالو ته مو دا پیغام دی،  چې له دوی څخه د خپلې خپلواکۍ د اخیستلو محاسبه نه کوو، بلکې یو ښه فرصت مو ورته برابر کړی، ترڅو له موږ سره د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.»

په داسې حال کې، چې حکومتي چارواکي په تېرو درېيو کلونو کې د زياتو لاسته راوړنو او پرمختګونو خبره کوي، خو د کورنيو چارو وزارت سرپرست وايي، د تېرو دوو لسيزو مبارزې د لاسته راوړنو لپاره باید له زغم او صبر کار واخیستل شي.

حقاني زیاتوي: «زه خپلو خلکو او دغه راز د فلسطین ولس ته ډاډ ورکوم، چې خپل همت دې له لاسه نه ورکوي. لکه څرنګه چې افغانانو له پنځو لسیزو وروسته خپلواکي ترلاسه کړه، داسې یوه ورځ به د فلسطین پر خلکو هم راشي.»

د سیاسي چارو کار پوهان بيا له سرپرست حکومت غواړي، چې د درېيو کلونو په تېرېدو سره اړتيا ده، چې له دې وروسته د تعامل او رسميت پېژندنې پر وړاندې پراته خنډونه له مخې لرې کړي او داسې ګامونه اوچت کړي، چې په خبره يې د ولس پر ارادې ولاړ او نړيوالو ته هم د منلو وي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: «اړتیا ده چې د اسلامي امارت مشران خپلو کې سره کېني او په دې بحث وکړي چې علتونه او خنډونه څه دي، چې اسلامي امارت یې په رسمیت نه پېژندل کېږي. دوی ته په کار ده، چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو، پوهنتونونو خلاصولو او ښځو ته د کار ورکولو او نورو مسایلو په اړه بحثونه وکړي او داسې ګامونه پورته کړي چې خلکو او نړۍ ته د منلو وړ وي.»

سرپرست حکومت داسې مهال پر افغانستان د واکمنېدو درېیمه کلیزه نمانځي، چې دغه حکومت ته په ځېنو هېوادونو کې د سفارتونو او کونسلګریو پر سپارلو سربېره هم د نړۍ یوه هېواد په رسمي توګه په رسمیت نه دی پېژندلی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist