Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر سره کتلي

حقاني: د نجونو زده کړو برخه کې د ستونزو حل لپاره هڅې روانې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/01/04

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ( یوناما) مرستیال مارکس پوتزل د کورنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره لیدلي دي.

په دغه لېدنه کې پوتزل د نجونو پر زده کړو لګیدلو محدودیتونو اندیښنه ښودلې ده. 

حقاني په دغه لېدنه کې ډاډ ښودلی دی او ویلي یې دي،چې اسلامي امارت د ولسونو سوکالۍ او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی. 

حقاني ډاډ ورکړی،چې په دغه برخه کې د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي او پر یوه داسې مقعولې او دایمي حل لارې کار روان دی،چې له شرعیت او د خلکو له کلتور سره په ټکر کې نه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«پوتزل د  کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره ولیدل او د ډاډمن امنیت له امله خوښ و او د نجونو د زده کړو په برخه کې یې خپله اندیښنه له کورنیو چارو له وزیر سره شریکه کړه. کورنیو چارو وزیر وویل، د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفا او خیر لپاره ژمن دی او د ستونزو د هواري لپاره هر اړخیزې هڅې روانې دي.» 

د سیاسي چارو شنونکي بیا د نجونو زده کړو په برخه کې د افغان  چارواکو او نړۍ استازو ترمنځ لیدنې ګټورې یادوي،خو ټینګار لري،چې اسلامي امارت دې د افغان ولس غږ ته درناوی وکړي له دې پرته به د نظام او ولسونو ترمنځ واټن زیات شي.

د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي:« په افغانستان کې د یوناما مرستیال لیدنه د اسلامي امارت له مشرانو سره د افغانستان لپاره مفید او غیزمنه ده،د نجونو  زده کړو په اړه دې اسلامي امارت د ملت غږ واوري،له دې پرته د نظام او خلکو ترمنځ واټن راځي،چې دغه واټن به د اسلامي امارت لپاره هم ښه نه وي او د افغانستان ولس لپاره هم.» 

یو شمېر نور بیا وايي،حکومت باید ځینې پرېکړې د واقیعتونو پر اساس ونیسي او د خلکو اقتصادي ستونزې او لومړیتوبونه درک کړي.

دوی وايي، د شریعت په رڼا کې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول،د حکومتونو مسوولیت دی او په دې سره د افغانستان اړیکې له نړۍ سره نږدې کولی شي.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم وايي:« تصامیم باید د واقعیتونو او د افغانستان دعیني شرایطو پر اساس باید ونیول شي او اسلامي امارت باید د خلکو اقتصادي وضعیت ته جدي توجه وکړي او په خپل تصمیم دې تجدید نظر وکړي،چې د اسلامي اساساتو په رڼا کې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي او نجونو ته د زده کړو،چې له دې سره به د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه شي او د افغانستان او نړۍ مناسبات به هم ښه شي.» 

د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي بیا په دې باور دی،چې د ستونزو حل لپاره ډېرې داسې ژمنې شوي،خو بیا نه دي عملي شوي او پر همدې اساس نړیواله ټولنه بې باوره ده.

هغه زیاته کړه:« همدې مقاماتو د نجونو ښوونځیو د خلاصولو په تړاو داسې ژمنې کړي،خو ندي توانیدلي، چې په دې برخه کې قاطع عمل وکړي او په حکومت کې یو تغیر راولي. فکر کوم داسې ناستې بې ګټې دي نړیوالې ټولنې خپل باور بایللی دی.» 

په ورته مهال په کابل کې یوناما مرستیال  د رئیس الوزا له مرستیال ملا عبدالاسلام حنفي سره هم لیدلي دي او په دې تړاو یې بحث کړی دی.

له دغو لېدنو وړاندې مارکس پوتزل له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لېدنه کړې او دواړو لوریو د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پر بیا پرانېستلو ټینګار کړی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist