Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سراج الدین حقاني د ترکیې له سفیر سره کتلي

حقاني: د افغانستان خاوره به د چا پر ضد ونه کارول شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/08

د امریکامتحده ایالتو له هغي ادعا وروسته،چي باور لري د القاعده مشر ایمن الظواهري یې کابل کې وژلی دی، اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني کندهار کې یوې ولسي ناستې ته په وینا کې ډاډ ورکړی،چې د افغانستان خاوره به د چا پرضد ونه کارول شي.

حقاني زیاته کړې:«له نړۍ سره د تعامل یوه اړتیا ده، په خپل اسلامي او دیني چوکاټ کې دننه. په دې کې اسلامي امارت خپله ژمنتیا ښودلې ده،  داسې ژمنتیا ښودلې،چې موږ د خپلو اسلامي اصولو او نړیوالو اصولو له مخې خاوره مو د چا لپاره ګواښ نه ده. بیا که څوک له موږ وېره لري،موږ ابتدايي حالت کې یو او حکومت مو نوی راغلی دی، موږ دا حاکمیت پر هېواد راولو، موږ خپل سرحدونه خوندي کوو، موږ خپل حریم خوندي کوو، دا یو څه وخت نیسي.» 

د حقاني  دا اشاره  ښايي د نړیوالو هغو اندېښنو ته وي،چې د ایمن الظواهري د وژنې وروسته د افغانستان له اړخه وېرېدلې دي.

اخوا القاعده شبکه د خپل مشر ایمن الظواهري په تړاو بیا تراوسه پورې  غلې ده.

د افغانستان اسلامي امارت د ایمن الظواهري راتګ او اوسېدو په تړاو خپله بې خبرې اعلان کړې،خو د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا کابل کې د امریکامتحده ایالتو برید په تړاو ویلي، همدا بریدونه دي،چې ترهګري زېږوي.

په ورته وخت کې حکمتیار وايي، د یوولسم د سپټمبر په څېر پېښې د همدې ډول بریدونو له امله رامنځته شوې دي. 

دغه راز حکمتیار  وايي،  د دوحې تړون د سولې هوکړه نه،بلکې دوکه وه او د امریکا متحده ایالت ورته درناوی نه لري.

هغه زیاته کړې:« د امریکا متحده ایالت لاهم په افغانستان کې حضور لري. فعال نظامي حضور لري او خپله جګړه یې لا پای ته نه ده رسولې. د دوحې تړون هسې یوه دوکه وه،نه  په واقعي مانا د سولې تړون. د امریکا متحده ایالت د دوحې تړون ته هېڅ درناوی نه لري.»

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د ایمن الظواهري وژنې نړیوال حیران کړي او په خبره یې ښايي له افغانستان سره د نړیوالو په اړیکو سیوری وغوړوي،چې دا کار کولای شي د اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت پر وړاندې نوي خنډونه رامنځ ته کړي. 

دوی وايي، منفي اغیز به یې وي، خو اسلامي امارت باید نړیوال په خپل باور کې واخلي او د هغوی غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي:« طالبانو ته په کار ده،چې د ولس او نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني. هغه دا چې ښوونځي دې پرانېزي، ښځو ته د کار زمینه برابره کړي، یو ټولشموله حکومت،چې د دوحې تړون پر اساس،چې دوی ژمنه کړې، جوړ کړي،ترڅو نړۍ له افغانستان سره تعامل وکړي او افغانستان له دې ستونزو خلاص شي.»  

خو د افغانستان اسلامي امارت او امریکامتحده ایالت اوس  یو د بل پر وړاندې تقابل کې دي او نږدې راتلونکې کې د دې اټکل سخت دی،چې وویل شي له اسلامي‌امارت سره به نړیوال خپلې اړیکې ژر عادي وضیعت ته راوګرځوي. 

اسلامي امارت وايي، د برید په تړاو یې څېړنې نه دي وروستۍ شوي  او په برید کې له داسې موادواستفاده شوې، چې د پيښې ځای کې د کوم جسد یوه نښه هم نه ده پاتې او نه دوی ته تر اوسه پورې څه په لاس ورغلي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist