Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حقاني: دولتي پوهنتونونو کې به ډېر ژر زده کړې بېرته پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/01/12

د افغانستان لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني نن چهار شنبه د « ۱۴۰۰ کال د مرغومې پر۲۲ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، ډېر ژر به په دولتي پوهنتونونو کې د زده کړو بهیر بېرته پیل شي. 

حقاني وايي،  دولتي پوهنتونونو کې زده کړې د مالي امکاناتو د نشتوالي او د ښځینه او نارینه و د ګډو زده کړو له امله ځنډیدلې وې او پر وینا یې  اوس تر یوه بریده دغه ستونزې حل  کړل شوي دي.

حقاني زیاتوي:« د دې اقتصادي مشکلاتو له امله اسلامي امارت په دې نه توانیده،چې هغه دولتي پوهنتونونه پیل کړي،چې د دې مصارف د اسلامي امارت پرغاړه دي،په تحصیلي میدان کې چې کوم مشکلات دي، له اسلام سره ټکر او د افغاني عنعاتو سره کوم مسایل ټکر دي،هغه ختم کړي لکه مخلوط یا ګډ تعلیم ختم ول او د شرعي حجاب لازم ګرځول او په نږدې ورځو کې به پوهنتونونه شروع شي.» 

حقاني وايي، په افغانستان کې یې د یوه داسې نړیوال پوهنتون جوړېدو امر اخېستی دی،چې د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې به په کې زده کړې کېږې او له نورو هېوادونو به محصلین د زده کړو لپاره دلته راځي. 

هغه زیاته کړه:« موږ هم د نړیوال پوهنتونو د ایجاد لپار منظوري راخیستې ده او هغې کې به شرعیات ، طب ، زراعت او انجینیري برخو کې به د ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې زده کړې شروع شي او د دې پوهنتون تدریسي نصاب به له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.» 

حقاني د افغانستان د لوړو زده کړو تدریسي نصاب وروسته پاتې وباله او زیاته یې کړه،هڅه کوي،چې داسې نصاب جوړ کړي،چې د نړۍ د پوهنتونونو له نصاب سره برابر وي او په خبره یې  دا کار به افغانستان د زده کړو په برخه کې له نړۍ سره سیال کړي. 

همدا راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وايي، هغه محصلین چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتونونو ته له جذب پاتې دي په فیس کې یې د اویا سلنې له تخفیف سره به یې د لوړو زده کړو خصوصي موسیسو ته معرفي کړي. 

حقاني وايي،ترکیې، ایران، پاکستان، ازبکستان ،جرمني او اورپايي ټولنې ورسره د افغان محصلینو د لوړو زده کړو په برخه کې د مرستو او تحصلي برسونو د  ورکړې ژمنې کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist