Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: تېرو دوو ورځو کې له ګاونډیو هېوادونو۳۰ زره افغانان را ایستل شوي

حقاني: تېرو دوو ورځو کې له ګاونډیو هېوادونو۳۰ زره افغانان را ایستل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/09/03

په پاکستان کې د مېشتو پي.او.آر کارت لرونکو افغانانو ايستل کېدو په اړه د مهلت له پوره کېدو د دوو ورځو په تېرېدو سره، هلته  د افغانانو نيول کېدل، د کورونو تلاشي او جبري اخراج بيا پيل شوی.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین وايي، د ياد مهلت له پوره کېدو سره د سپټمبر په اولو دوو ورځو کې څه باندې۳۰ زره افغانان له ايران او پاکستانه راستانه کړای شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، د راستنو کړای شویو ډېری هغه يې له پاکستان ايستل شوي او لپاره یې د اسانتياوو پر برابرولو سربېره، ۴۰ ميليونه افغانۍ هم پرې وېشل شوې دي.

حقاني په دې اړه وايي: « دغو راستنو شویو مهاجرینو ته د افغانستان اسلامي امارت له لوري درې وخته خواړه، پاکې اوبه، وړیا سیمکارټونه، روغتیايي او ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې شوي او خپلو سیمو ته لېږدول شوي. همدارنګه ۳۹ میلیونه ۲۳۸ زره نغدي مرستې هم پرې وېشل شوې دي.»  

په خيبرپښتونخوا او پاکستان کې مېشت افغانان هم د ځان پر وړاندې شرايط سخت شوي يادوي او وايي، د کډو زياتېدو له امله د بار وړونکو موټرو کرايه يو په دوه لوړه شوې ده.

 دوی غوښتنه کوي چې د ايستل کېدو پر پرېکړې دې له سره غور وشي.

په پاکستان کې مېشت افغان اول خان میاخېل وايي: « د تورخم په لاره ډېر زیات بیروبار دی او له امله یې د ټرانسپورټ کرایه هم لوړه شوې. له دې وړاندې به ۲۰۰ تر ۳۰۰ زرو روپیو وه، خو اوس تر ۶۰۰ زرو روپيو پورته شوې.»

پاکستان مېشت افغان مجاهد شینواری وايي: « د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره د ملګرو ملتونو په منځنګړیتوب غونډه جوړه کړي او افغان مهاجرینو ته دومره وخت واخلي چې خپل کاروبارونه راټول کړي.»

د بشري حقونو ځيني فعالان وايي، هېڅ نړيوال سازمان تر اوسه پورې د کډوالو ايستلو له امله پر پاکستان فشار نه دی راوړی او کډوالو ته د اسانتياوو برابرول د حکومت ترڅنګ د نړيوالو اړوند سازمانونو مسووليت هم دی.

د بشري حقونو فعال علیرضا کریمي وايي: « له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو څلورمه دوره پيل شوې او اټکل کېږي چې تر ۱.۵ میلیونو تنو به و ایستل شي. دا په داسې حال کې ده چې نړیوالې ټولنې او د کډوالو اړوند ادارو تر اوسه پورې هېڅ ډول فشار پر پاکستان نه دی راوستی. افغان مهاجرین له بل هر وخت ډېر فوري ملاتړ ته اړتیا لري.»

له دې وړاندې په راپورونو کې ويل شوي چې د کډوالو د اخراج په دې څلورم پړاو کې به دا ځل له پاکستانه ۱.۴ ميليونه هغه افغانان و ايستل شي چې له ملګرو ملتونو سره ثبت دي او د پي.او.آر کارتونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist