Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: افغانستان د بل هېڅ هېواد لپاره د خطر پېښولو اراده نه لري

حقاني: افغانستان د بل هېڅ هېواد لپاره د خطر پېښولو اراده نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

د کورنیو چارو وزیر د کابل ښاروال د وروستیو هڅو ستاینغونډه کې له ګاونډ، سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت د اړیکو پر څرنګوالي خبرې کړې.

سراج‌الدین حقاني له افغانستان څخه سیمې او نړۍ ته د ناامنۍ خپرېدو په تړاو دوامداره اندېښنو ته په اشارې ویلي، چې حکومت د هېواد او سیمې امنیت، سولې او ثبات ته ژمن دی او په دې برخه کې موجوده اندېښنې باید رفع شي.

په دې غونډه کې، چې د کابینې ګڼو وزیرانو او د کورنيو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو ګډون درلود، نوموړي ګاونډ، سیمه او نړۍ ته ډاډ ورکړ،چې افغانستان د هېڅ هېواد د امنیت خرابولو او  خطر پېښولو اراده نه لري.

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني وايي)) :موږ باید خپل هېواد کې ښه امنیت ولرو، موږ هېواد د نورې نړۍ لپاره باید د امن پیغام ولري، اخوت پیغام ولري زموږ هېواد ډېر څه ته اړتیا لري هغه تشویشونه چې په کوردننه او بهر دي ډاډ ورکوو چې افغانان د چا لپاره د زیان او غلطو فکرونو پلان نه لری. ))

نوموړی وايي، افغانستان له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړي، خو په خبره یې د ستونزې د پېښېدو پر وخت له ځمکنۍ بشپړتیا او د هېواد له ځمکني او هوايي حریم څخه د مشروع دفاع حق لري.

سراج‌الدین حقاني د افغانستان په تړاو د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال محمد اسحاق ډار او د دغه هېواد ديني عالمانو وروستۍ مثبتې څرګندونې هم ستایلي.

حقاني زیاتوي: (( دغه تشویشونه چې له کور د باندې له موږ کېږي موږ نن بیا د رغونو پیغام ورکوو چې له موږ سره په رغونه او جوړونه کې همکارۍ وکړئ په بربادولو او جګړو افغانان ډېر ځورېدلي دي، دا فکر او اراده نه لرو بیا هم که ستونزه جوړېږي د مشروع حق دفاع حق لرو. ))

د چارو شنونکي هم له سیمې او نړۍ غواړي، چې له افغانستان سره د خصمانه سیاست پر ځای تعامل ته راوړاندې شي او په خبره يې حکومت ته په کار ده، چې له هغوی سره د اړیکو د ټینګښت د ډاډ لپاره هڅې دو چنده کړي.

د سیاسي چارو شنونکی خلیل‌احمد نادم بیا وايي: (( افغانستان له ۴۵ کاله جګړې وروسته اوس غواړي چې ځان جوړ کړي او ولس ته سهولت راولي او دا له ګاونډیانو لپاره ښه دی او د سیمې د امنیت لپاره هم ښه دی او افغانستان هیڅکله نه غواړي چې نورو ته زیان ورسوي. ))

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني داسې مهال له هېوادونو سره د ښو اړیکو او له افغان خاورې د نورو پر ضد د نه کارېدنې په تړاو ډاډ ورکوي، چې له دې وړاندې د اسلامي امارت نورو چارواکو هم په ځلونو سیمې او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د دوحې هوکړې ټولو موادو ژمن دي او نړۍ دې د ناامنۍ د خپرېدو په تړاو د اندېښنو پرځای له افغانستان سره تعامل او همکارۍ ته را وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي
افغانستان

د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

جون 3, 2026
اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي
افغانستان

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

جون 3, 2026
افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

جون 3, 2026
افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي
افغانستان

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

جون 3, 2026
یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist