Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حج او اوقافو وزارت: راتلوونکې کې به خطبه کې د امیرالمومنین نوم ویل کېږي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/09/06

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد،حج او اوقافو وزارت د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د وږي پر ۱۴ مه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال خپل یو کلنی راپور له ولس سره شریک کړ.

د یاد وزارت  مرستیال عارف الله عارف وايي، تیر کال یې ۱۳۵۸۲تنه حاجیان دحج فریضې ادا کولو لپاره لېږلي او پر وینا یې په مرکز او ولایتونو کې یې څه باندې ۸۲ میلیونه  افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي. 

عارف زیاته کړه:«په مرکز او ولایتونو کې ۸۲ میلیونه ۵۲۴ زره ۸۴۰ افغانیو په اندازه عواید راټول کړل شوي دي. د کابل ښار په ناحیو کې د اوقافو ځمکو۱۲۶ نوي قراردادونه طی مراحل کول،چې کلني عواید یې ۲ میلیونه ۹۶۱ زره او ۶۰۰ افغانۍ کېږي.»  

په ورته مهال د ارشاد،حج اوقافو وزارت دفتر مشر نذرالله بیان بیا وايي،په ټول هېواد کې ۷۲۰۰۰  مسجدونه شتون لري،چې له ډلې یې د ۷۰۰۰ جوماتونو ملا امامان رسمي دي. 

دغه راز د یاد وزارت ویاند فضل محمد حسني د ښځو د هغه فرمان په اړه وویل،ښځې له محرم پرته حج ته نه شي ورتلی  او پر وینا یې تر دې دمه هېڅ داسې کومې ښځې ورسره نوم لیکنه نه ده کړې،چې محرم ونه لري. 

هغه زیاته کړه:« د  ارشاد، حج او اوقافو وزارت سره،چې کله حجاج ثبت نام کوي، یا د حج سهمیه اعلان کېږي، له موږ سره تر اوسه پورې دغسې ثبت نام چا نه دی کړی،چې کومه مېرمنه دې راغلي وي،بې له محرمه دې له موږ سره ثبت نام کړی وي. کومې مېرمنې چې حج ته ځي، له هغوی سره حتما ورور، پلار یا خاوند موجود وي. تر اوسه پورې د ارشاد،حج او اوقافو وزارت ته په دې اړه چا مراجعه نه ده کړې، د افغانستان دود، دستور او زموږ حنفي فقه  او شریعت هم تر ډېره بریده په دې هکله باندې واضح درېځونه لري.» 

بل خوا د یاد وزارت مالي مشر عبدالولي حقاني وايي، تردې دمه کومه ځانګړې خطبه د امیر المومنین په نامه نه ده لیکل شوې،خو په راتلونکې تمه شته ده،چې د امیرالمومینن په نامه دې خطبه ولیکل شي.

د ارشاد،حج او اوقافو وزارت په داسې حال کې خپل یو کلنی راپور وړاندې کوي،چې په تیر کال کې ټول ۱۳۵۸۳کسان حج ته تللي او ۸۰ زره کسان،چې د تیر حکومت دي،ثبت نام یې کړی او لا حج ته نه دي تللي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist