Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حال وش: ايراني پولیس له افغان کډوالو پیسې هم اخلي

حال وش: ايراني پولیس له افغان کډوالو پیسې هم اخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/08

په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو په غیر قانونې توګه د پیسو اخیستل کومه نوې خبره نه ده.

له دې وړاندې هم داسې راپورونه او ويډیوګانې خپاره شوي چې لیدل کیږي پاکستاني او ایراني پولیس د افغان کډوالو پر نيولو او شکنجه کولو سربېره، په یو او بل نوم پیسې هم اخلي.

تازه د حال ‌وش په نوم د ایران بشري حقونو سازمان د یوه افغان کډوال ویډیو خپره کړې او ادعا کوي چي ایراني پولیسو ورڅخه د یاد هېواد د ښاروالۍ لګښتونو په نوم، شاوخوا ۹۰ میلیونه تومانه اخیستي او خالي لاس يي افغانستان ته را شړلی دی.

د حال ‌وش په راپور کي راغلي، ایراني پولیس له هر افغان په غیر قانوني او خپلسرې توګه تر میلیون تومانه د ښاروالۍ د لګښت په نوم اخلي.

د راپور یوه برخه: « زموږ د راپورونو پر بنسټ، له هر افغان کډوال یو میلیون او۹۵۰ زره تومان د «ښاروالۍ لګښت» په نوم اخیستل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې هېڅ قانوني سند او روڼتیا د دې پیسو د اخیستلو لپاره نه دي وړاندې شوي او کډوال له مجبورۍ اړ دي چې دا پیسې ورکړي.»

په راپور کې ویل شوې، دا پیسي په داسې حال کی اخیستل کیږي چي د ایران ښاروالیو له خوا کډوالو ته هېڅ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او ترې د پيسو پر اخيستلو سربېره هم ورسره ناوړه چلن کېږي.

په ورته مهال، له ایرانه را ایستل شوي کډوال وايي، د ایراني پولیسو له خوا د وهلو او ډبولو تر څنګ، ور څخه په زور پیسي اخیستل شوې او مالکانو د کلونو کلونو مزدورۍ پیسي هم ګرځولې دي.

دوی زياتوي، پولیسو خپلو اتباعو ته سپارښتنه کړې چې هېڅ افغان کډوال ته دې د کړې مزدورۍ پیسي نه ورکول کېږي.

له ایرانه را ایستل شوی افغان کډوال وايي: « موږ ته یې د وتلو پاڼې راکړې او وویل چې په ۱۵ ورځو کې باید د ایران خاوره ترک کړو. موږ په دې ۱۵ ورځو کې هېڅ ونه شو کړای، د کور خاوندانو زموږ پیسې را نه کړې، که د کار خاوندانو ته لاړو، هغوی ویل چې میاشت مو پوره نه وي، معاش نه شو درکولی.»

له ایرانه را ایستل شوی افغان کډوال وايي: « دوه یا دوه نیم کاله مې کار وکړ، خو پیسې یې را نه کړې. ایرانیانو نغدې پیسې نه راکوې، ټولې په بانکي کارټونو کې وې، خو ټول کارټونه یې بلاک کړل. راته ووېل دا غیر قانوني ده چې نغدې پیسې واخلئ.»

دغه راز، پر خواله رسنیو داسې ويډیوګانې هم لاس په لاس کېږي چي ایراني پولیسو په یوه کانټينر کې شاوخوا ۵۰ تنه افغانان بندي کړي او په کي د اکسیجن کموالي له امله یوه ماشوم او یوه ځوان ژوند بایللی.

په ورته مهال، د سیاسي چارو شنونکي وايي، ایراني چارواکو په ډېرې سپین سترګۍ سره ټول نړیوال قوانين تر پښو لاندې کړي او د کډوالو پر وړاندې يې داسې چلن پيل کړی چې هېڅ نورم يې نه شي توجېح کولی.

د دوی په خبره، ایران دې د یوه مسلمان او ګاونډي هېواد په توګه د افغان کډوالو پر وړاندې د دوی په ټکو له ظالمانه چلن ودروي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد اسماعیل ځدراڼ وايي: « ایران د تاریخ په اوږدو کې پر افغان مهاجرینو ظلم کړی، نیولې یې دی او د دوی شتمنۍ یې ترې ګرځولې دي. همدارنګه د افغانانو مزدوري نه ورکوي، اعدام کړي یې دي او داسې ظلمونه یې پرې کړي چې په هېڅ ځای کې نه دي شوي. پر افغان کډوالو د ظلم او زیاتي لړۍ لا روانه ده.» 

د سرپرست حکومت چارواکي په دې اړه چې له ایرانې چارواکو سره يې د افغان کډوالو د روان وضعیت په اړه خبرې کړې که نه، څه نه وايي؛ خو له دې ډېر وړاندې يې ویلي و چې ایراني چارواکو سره يې د کډوالو ستونزې شریکې کړې دي.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د مالوماتو له مخې، ایران په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ۷۰ زره افغان کډوال له خپلو کورنیو سره را ایستلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

د افغانستان او اوزبېکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون پرانستل شو

سپتمبر 17, 2026
تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

ګاونډیانو د روان کال له پیله تر نیم میلیون ډېر افغان کډوال جبري را ایستلي

سپتمبر 17, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist