Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جې شنکر:هند د افغانستان مسله کې مهم رول لوبولائ شي.

admin by admin
2021/05/30

د هند بهرنيو چارو وزير اس جې شنکر د امريکا دفاع او کورنیو چارو وزیرانو سره په ليدنه کې ويلي، هېواد یې د افغانستان مسله کې مهم رول لوبولائ شي او کله، چې د افغانستان راتلونکې په اړه خبرې کېږي، نو هند يې يو مهم اړخ ګڼل کېږي.

جې شنکر ویلي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولو لپاره مهم دي او په دې اړه د سیمې پر کچه بېلابېل نظرونه موجود دي.

جې شنکر زیاته کړه:« د امريکا متحده ایالتونو او ګڼو نورو هېوادونو اوس دا درک کړې، چې کله د افغانستان د راتلونکې په اړه خبرې کېږي، نو هند د همدې خبرو يوه مهمه برخه ده.))

بل پلو یو شمېر څېړونکي هم د افغانستان قضيه کورنۍ نه بولي، چې د افغان دولت یا طالبانو ترمنځ دې جګړه وي، بلکې دا د سيمې او نړيوالو قدرتونو، په ځانګړې توګه د امريکا متحده او ګاونډیو د رقابتونو او ګټو مساله بولي.

د دوی په باور د افغانستان موضوع کې تر ټولو ډېر رول پاکستان لري او د دې ترڅنګ هند هم مهم نقش لري، چې حاشیه کې پاتې کېدل یې د افغانستان کشاله لا پېچلې کولائ شي.

د سياسي چارو شنونکی نجيب ازاد په دې باور دی، چې هندوستان، افغانستان کې په ځانګړې توګه حکومت کې نفوذ لري او اندېښنه لري، که مهمو ناستو کې هند حاضر نه وي، نو د افغانستان قضيه هغه شان چې لازمه ده، نه شي حل کېدلی.

هغه وايي:« له بده مرغه د افغانستان مسله اصلا کورنۍ مسله نه ده،چې دا دې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ ستونزه یا جګړه وي، بلکې دا د سېمې قدرتونو، نړیوالو او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالتو ترمنځ د سیالۍ او ګټو مسله ده. دا همدارنګه د سېمې قدرتونو ترمنځ هم د سیالۍ او ګټو مسله ده، چې په هغې کې پاکستان تر ټولو مهم رول لري، د دې ترڅنګ هند هم مهم نقش لري. »

له امريکايي چارواکو سره په خبرو کې جې شنکر ويلي، له افغانستانه د امريکايي پوځیانو وتلو موضوع، هند، افغانانو او خپله امريکا ته خورا مهمه ده، چې د سيمې پر کچه يې په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.

جې شنکر وايي:« هغه ممکنه سناريو، چې يو ځل امريکايي پوځيان له افغانستانه وځي، په واضح توګه هغه څه دي، چې زموږ، د افغانستان خلکو او حکومت لپاره او په خپله امريکا ته هم مهم دي. له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د سيمې پر کچه زيات نظرونه شتون لري.»

د هند بهرنيو چارو وزير له امريکايي چارواکو سره دا خبرې داسې مهال کوي، چې اسلام اباد کې د امريکا سفارت چارسمبالې تازه د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره پر افغان سوله او وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي
اقتصاد

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist