Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جیلاني: وسله والې ډلې له افغان خاورې په ګټنې پاکستان کې بریدونه کوي

جیلاني: وسله والې ډلې له افغان خاورې په ګټنې پاکستان کې بریدونه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/10/01

د پاکستان لنډمهالي حکومت بهرنیو چارو وزیر جليل عباس جیلاني په یوه خبري ناسته کې یو ځل بیا تور پورې کړی چې دغلته په ترسره شویو بريدونو کې د افغانستان له خاورې استفاده شوې.

جیلاني ویلي، بېلابیلې وسله‌واله ډلې له افغان خاورې په ګټنې پاکستان کې بریدونه ترسره کوي چې په وینا یې د افغانستان حکومت يې باید د مخنیوي په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

جیلاني دغه راز ویلي، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ په درې اړخیزه ناسته کې چې څو میاشتې وړاندې ترسره شوې، افغان لوري ژمنه کړې وه چې د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې کارېدو ته به اجازه نه ورکوي.

هغه زیاته کړې:« له افغان چارواکو سره مو خبرې روانې دي. په دې خبرو اترو کې مو ټینګار پر دې دی چې هغه بریدونه چې له افغان خاورې پر پاکستان ترسره کېږي او یا هم هغه بېلابېلې وسله‌والې ډلې چې هلته موجودې دي، مخه نیول یې د افغانستان د سرپرست حکومت مسوولیت دی. هغه څه چې دوی په خپله له موږ سره په دوه اړخیزو ناستو کې ژمنه کړې. زموږ تمه هم همدا ده.»

جیلاني دغه راز ادعا کوي، چې د افغانستان سرپرست حکومت سره په خبرو کې چارواکو پاکستاني لوري ته د ټي.ټي.پي د شااوخوا ۲۰۰ اړونده کسانو د نېول کېدو ډاډ ورکړی.

جیلاني ویلي، د افغانستان له سرپرست حکومت یې غوښتي، که دغه کسان د ټي.ټي.پي غړي وي نو باید ټول يې پاکستان ته وسپارل شي.

هغه زیاتوي:« افغان حکومت له موږ سره په وروستۍ ناسته کې د نیول شویو کسانو په هکله ویلي، که چېرې هغه افغان اتباع وي نو څرګنده ده چې د غوښتلو حق یې نه لرو؛ خو که نیول شوي کسان زموږ اړوند وي، نو د پاکستان له قانون سره سم باید سزا ورکړل شي.»

له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ د پراخېدا په تړاو د افغانستان سرپرست حکومت دغه تورنه رد کړي او په وار وار یې یاد هېواد او نړۍوالې ټولنې ته له ترهګرۍ سره پرېکون په تړاو ډاډ ورکړی دی.

 د سیاسي چارو شنونکي هم د پاکستان ورته ادعاوې بې ځایه بولي او د یاد هېواد له لوري یې د یوې بلې لوبې د پیل او د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو اوږدمهاله ګټو او موخو ته د رسېدا لپاره نوې پلمه ګڼي.

دوی په دې باور دي چې افغانستان او پاکستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه په سیمه کې د یو او بل حضور ته اړ دي نو له همدې امله پاکستان دې دا خوب نه ګوري، چې خپله ځواکمنیا د افغانستان په کمزورتیا کې ولټوي.

د شنونکو په خبره، تجربو ثابته کړې، چې له ستونزو سره د افغانستان مخ کېدل کولای شي نور هېوادونه په اتوماټیک ډول له ننګونو سره مخ کړي نو له همدې امله پاکستان باید د وسله‌والو او ترهګرۍ په تړاو روانه لوبه پای ته ورسوي.

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته پاکستان چې تل د نړیوالو ترهګرۍ او وسله والو ډلو ټپلو د خونډي پټن ځایونو د مرکز په توګه یاد شوی او د ترهګرۍ د ملاتړ او ورسره نمایشي مبارزې له لارې میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي؛ دا مهال غواړي له دغې تاریخي بدنامۍ ځان خلاص او په بې ځایه ادعاوو غواړي ځان نړیوالو ته سپین وښيي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist