Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جیسوال: کابل ته د هندي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

جیسوال: کابل ته د هندي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/09

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیرجیسوال په یوه خبري کنفرانس کې کابل ته د یاد هېواد پلاوي د لیدنو په اړه مالومات شریک کړل.

د دې پلاوي مشري د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، پاکستان او ایران څانګې(اې،پي،آی) مرستیال او ځانګړي استازي جیتندر پال سېنګ کوله.

جیسوال افغانستان ته د هندي پلاوي سفر د دواړو هېوادونو پر ګټه او مهم یاد کړی او زیاتوي چې یاد پلاوي د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له چارواکو د نورو مسایلو ترڅنګ د چابهار بندر له لارې د هند او افغانستان د صاداراتو او وارداتو پر لېږد هم بحثونه کړي.

جیسوال له افغانستان سره په تېرو څو کلونو کې د هند له خوا د شویو بشري مرستو یادونه هم وکړه او ډاډ یې وښود چې دغو مرستو او همکاریو ته به دوام ورکوي.

هغه په دې اړه وویل: « جې پي سېنګ د نومبر پر ۴ او ۵ کابل ته سفر درلود. د دې سفر په لړ کې یې د دفاع وزیر په ګډون له یو شمېر وزیرانو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هند له سیاسي استازولۍ سره کتنې درلودې. له افغان چارواکو سره  د چابهار بندر له لارې پر ټرانزیټ خبرې وشوې او دا چې دغه بندر څه ډول افغانستان ته د صادراتو او وارداتو لپاره وکارول شي. څه چې زموږ لپاره مهم دي او غواړم ووایم، هغه افغانستان ته د بشري مرستو رسول دي چې په تېرو څو میاشتو یا نږدې څو کلونو کې مو۵۰ زره مټریک ټنه غنم،۴۰ زره لیټره میلاتیون، ۳۰ ټنه درمل او د زلزله ځپلو لپاره ۲۸ ټنه بېړنۍ مرستې استولې دي. موږ به له افغانانو سره همکاریو ته ادامه ورکړو.»

کابل ته له راغلي هندي پلاوي سره د بهرنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستانو په جلا جلا کتنو کې د سیاسي، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر ودې او دغه راز افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه شوې او  د کابل او نوي ‌ډهلي ترمنځ پر تعاملاتو ټینګارشوی.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، هند په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې لویې پانګونې کړې او له افغان لوري سره د اړیکو د ټینګښت لارې هڅه کوي چې خپله سوداګري د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته وغځوي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدران وايي: « که چېرې هند په دې برخه کې عمل وکړي، نو ورسره به د چابهار بندر کې د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شي او هم به د افغانستان اقتصاد نور هم ښه شي. همدارنګه که دوی افغانانو او سوداګرو لپاره د وېزو ورکولو اسانتیاوې برابرې کړي، زموږ سوادګر به هند ته سفرونه ولري او تجارتي اړیکې به نورې هم ټینګې شي، دا کار به د افغانستان په اقتصاد کې ډېر لوی بدلون راولي او زموږ سوداګر به نورو هېوادونو ته له احتیاج او لارې بندېدو څخه خلاص شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « په سیاسي او تاریخي لحاظ د افغانستان او هند دوستي اوږد تاریخ لري او دا چې په دې وروستیو کې د هند یو استازی راغلی او د افغانستان له یو شمېر چارواکو او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي، دا یو مهم سیاسي پرمختګ دی. اوس د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هند به د چابهار بندر له لارې به په لېږد رالېږد کې همکاري کوي. هو! چابهار بندر د همدې لپاره جوړ شو چې هند خپل توکي افغانستان او ورپسې منځنۍ آسیا ته صادر کړي.»

د افغانستان، پاکستان او ایران څانګې مرستیال او ځانګړي استازي جي پي سېنګ پر مشرۍ هندي پلاوی تېره اوونۍ کابل ته په دوه ورځيني رسمي سفر راغلی و چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي په ګډون یې د اسلامي ‌امارت له لوړپوړو چارواکو سره د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د چابهار بندر له لارې پر صادراتو او وارداتو او دغه راز د اړیکو په پياوړتیا او پراختیا بحثونه وکړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist