Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جوزجان کې د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو بې کاري په ډېرېدو ده

جوزجان کې د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو بې کاري په ډېرېدو ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/20

د فریدالله په نوم ۲۸ کلن ځوان که څه هم د لیسانس تر کچې لوستی دی، خو دا مهال بېوزله او بې روزګاره ګرځي. فریدالله د جوزجان پوهنتون په ښوونې روزنې پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې.

نوموړی له بیوزلۍ، بې کارۍ او خپلو اسنادو ته له کتلو ځورېږي. دی وايي، دا چې ځوان دی نو له ذهني فشارونو څخه د خلاصون لپاره يې د شبرغان ښار په یوه څنډه کې د شلو زرو افغانیو په پانګونې د خوراکي توکو  پلورلو لپاره یوه غرفه کېښوده.

د ده په خبره، له دې غرفې څخه د خپلې کورنۍ پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کولی شي. فرید له حکومت د کار او لاسنیوي غوښتنه کوي.

د جوزجان اوسېدونکی فریدالله وايي: « د جوزجان پوهنتون له ښوونې روزنې پوهنځي څخه فارغ یم. له دې دوکان څخه مې تر پنځوس سلنو د کور روزګار چلېږي، خو نور کوم عاید نه لري. په جوزجان کې د ځوانانو فقر او بېوزلي ورځ تر بلې زیاتېږي؛ زه له دولت غوښتنه کوو چې له لوړو زده کړو برخمن ځوانان په دولتي ادارو کې وګوماري.»

په دې ښار کې فرید یوازې نه دی بلکې په جوزجان کې لسګونه ځوانان شته چې د ده په څېر لوړې زده کړې لري، خو بې روزګارۍ ته زړه خوري.

د دوی اساسي غوښتنه داده چې لوستو او هغو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي چې لوړې زده کړې لري.

د جوزجان اوسېدونکی فدا محمد وايي: « ډېر زیات ځوانان بې کاره دي او له بېوزلۍ ځورېږي. باید د ښځو او نجونو په ګډون ټولو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. اسلامي امارت باید هغو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي چې لوړې زده کړې لري.»

د جوزجان اوسېدونکی ولي الله وايي: « د افغانستان له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د جوزجان ځوانانو ته د کاري زمینې برابرولو ته پاملرنه وکړي. که څه هم دا هڅې اوس هم روانې دي، خو موږ غواړو نورې هم زیاتې شي، ترڅو ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د تګ زړه ښه نه کړي.»

د جوزجان والي بیا له شمشاد ټلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د دې ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې د ستونزو د حل لپاره به یې په وخت اقدام وکړي.

جوزجان والي عبدالله سرحدي وايي: « د ټولو افغانستان او په ځانګړې توګه د شبرغان او جوزجان خلکو ته اطمینان ورکوو چې د حکومت ملکي او نظامي مامورین ټول د دوی په خدمت کې دي او هر ډول ستونزو ته مو پام دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تازه د اسلامي امارت لوړو زده کړو وزارت اعلان کړی چې له لوړو زده کړو فارغ مخکښ ځوانان به په دولتي ادارو کې په دندو وګومارل شي.

یوازې جوزجان نه بلکې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې دا ستونزه شته او ډېري د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې لوستي ځوانان بې روزګاره په کور ناست دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist