Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جلال اباد ښار کې هدفي وژنې ډېرې شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/04/30

جلال اباد ښار کې هدفي وژنو د خلکو اندېښنې زیاتې کړې دي.

د ننګرهار چارواکو باندې نیوکې دي، چې څنګه بریدګر د ښار په زړه کې په برید بریالي کېږي او بیا له سیمې تښتي.

هلته د ناامنیو یو اړخ زوراکي او مافیا هم بلل کېږي، چې پر وړاندې یې د ځایي چارواکو اقدامات پڅ او مصلحتي یاد شوي.

ولایت مقام مرکز جلال اباد کې وروستې پېښې تائید کړي؛ خو امنیه قومندان رقیب مبارز خبرې نه دي کړي.

د جلال اباد ښاریان د امنیت له پلوه ښار دځان لپاره امن نه بولي. ښاریان وايي، اوس تر پخوا بریدګر په ډېرې اسانۍ سره د ښار په خوندي او مهمو سیمو کې په برید او تر برید وروسته په تېښته بریالي کېږي.

په ښار کې اوس ګڼه ګوڼه هم کمه شوې او خلک یې لامل خراب امنیتي وضعیت یادوي.

ننګرهار کې پر وسله والو ډلو سربېره د ناامنیو یو اړخ دلته شته زورواکي او پراخه مافیا هم بلل کېږي، چې ځایي اوسېدونکي یې پر وړاندې د چارواکو اقدامات پڅ او مصلحتي بولي. د ننګرهار ښاریان وايي د چارواکو دغه بې غوري به وضعیت لا خراب کړي.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی جلال اباد ښار کې وروستۍ پېښې مني ؛ خو خلکو ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکوي.

امنیه قومندانس سره مو هم د دې موضوع په اړه تماس وکړ؛ خو د ورځې تر ناوخته یې د هو او نه ځواب رانه کړ.

وروسته له هغې د امنیت په تړاو د خلکو نیوکې پر چاروکو ډېرې شوې، چې د یکشنبې په ورځ یو ترافیک پولیس او یو عام وکړی د ښار په زړه کې د نا پېژانده وسله‌والو لخوا ووژل شول او بریدګر په تېښته بریالي شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ختیځ زون خلک د سیلانیانو له خوا د وسلو پر ګرځولو بندیز غواړي
افغانستان

جون 3, 2026
د هلمند نهرسراج ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو سیمو کې د عامه خدمتونو پراخېدل غواړي

اوزبېکستان روانه میاشت د مرکزي او جنوبې اسیا ترمنځ د اتصال غونډه جوړوي

افغان – ایراني چارواکو د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

افغانستان لپاره د چین او پاکستان استازي د ارومچي مذاکراتو پر پروسې غږېدلي

یوناما: د ا.ا بندیزونو مو بشري مرستې اغېزمنې کړي
افغانستان

شنونکي: یوناما له نړۍ سره د اړیکو ټینګولو کړکۍ ده، د ماموریت غځول یې د افغانستان په ګټه دي

جون 3, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist