Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان: د کابل سېند اوبو ککړتیا له امله خلکو ته ناروغۍ پيدا شوې

جلال اباد ښاریان: د کابل سېند اوبو ککړتیا له امله خلکو ته ناروغۍ پيدا شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/19

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد اوسېدونکي وايي، د منظم کانالیزاسیون د نه لرلو له امله د کابل سېند اوبه اوس له څښلو وتلي او د ناپاکۍ له امله د دې اوبو په اړه  د بېلا بېلو ناروغیو اندیښنې موجودې دي.

دوی وايې، دې سېند ته اوس مهال د ښار ناپاکې  او د کورونو د تشنابونو اوبه ور سمې شوې چې ورسره يې د دې سېند اوبه ناپاکې کړي او له استفادې وتلي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی بختور شاه وايي:« هره ورځ دغه اوبه د خرابېدو په حال کې دي، هغه بله ورځ ما ولیده یوه څوزکۍ راغله او مړه چرګان یې سیند ته غورځول، هیڅ په دې فکر کې نه وو چې، دې نه خو خلکو ته ناروغیانې پیدا کړي.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی وثیق الله وايي:« داخو عامه شتمني ده او له دې اوبو څخه ډیر خلک ګټه اخلي او خلکو ته له دې نه مختلف امراض انتقالیږي له دې سربیره که اوبه خیرنې شي او بیا فصلونو ته لاړې شي نو د هغه فصلونو د خرابیدو امکان هم شته.»

ځینې نور بیا وايي، د یاد سیند د اوبوککړتیا او  بد بوی له امله خلک اوس د دې سېند اوبو غاړې ته له سیل پاتې دي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی دلاور وايي:« ډېر په تشویش کې یو او له دې امله چې دلته بویونه دي او د دې اوبو له لاسه خلکو ناروغ شوې. دا اوبه ډېرې صفا اوبه وې له کابل نه به چې خلک دلته راتلل دلته به ناست وو، خوراک او څښاک به یې کول، اوس ډېرې خرابې شوي د تشنابونو په وجه باندې خلکو ورته نلونه راسپړلي او د دې په وجه خلکو ته نن ډېر غټ تکلیف دی او خلک پر ناروغیو اخته شوې.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی شیر محمد بیا په دې اړه وايي:«  د اختر په ورځو کې له کندهار، هلمند، زابل او نورو ځایونو خلک راغلي وو داسې بویونه وو چې دلته یې کثافات اچولي. زموږ غوښتنه له ښاروالۍ  داده چې د دې ډېران غم هم وخوري او د سېند هم، ځکه ورځ تر بلې ککړیږي.»

د چاپیریال ساتنې ادارې مسولین وايې، یاده برخه کې پر عامه پوهاوي سربېره له هټېوالو یې ژمنې اخیستې چې کثافت به له ټاکلیو سیمو پرته روانو اوبو ته نه غورځوي، خو دې برخه کې يې د خلکو همکاري هم مهمه بللې.

د ننګرهار چاپیریال ساتنې ادارې ویاند عارف الله عازم وايي:« د اوبو ککړتیا مخنیوي په موخه د کابل سېند شاوخوا چې کوم هوټلونه دي د ننګرهار چاپیریال ساتنې ریاست تخنیکي ټیم له لوري هغوی ته توصیه شوې او ژمن لیکونه ترې اخیستل شوي، ترڅو د هوټلونو کثافات، فاضلات سېند ته خطا نه کړي، څاګانې جوړې کړي چې فاضلات په معیاري ډول په کې تخیله کړي، د کابل سیند ککړتیا مخنیوي په موخه د دغه سیند په مسیر مېشتو ولسونو ته عامه پوهاوی ورکول شوی ترڅو اوبه ککړې نه کړي، همدارنګه په ښوونځیو او پوهنتونونو کې او هم د ټولنیزو رسنیو له لارې عامه پوهای ترسره شوی.»

دا یوازې د کابل سېند اوبه نه دی چې ښاریان يې له ناپاکۍ شکایتونه کوي، بلکې په له همدې سېند را بیل شوې نهر اوبه هم د ښاریانو په خبره ناپاکې دي او هیله لري، اړونده ادارې به دې برخه هم پاملرنه ډېره کړي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist