Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان: د حلقوي سړک د دویم لین جوړولو کارونه دې پیل شي

جلال اباد ښاریان: د حلقوي سړک د دویم لین جوړولو کارونه دې پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/02

د ننګرهار ولایت  مرکز جلال اباد ښار چې اوس مهال په کې ګڼه ګوڼه او ټرافیکي بې نظمي د پخوا پرتله ډېره ده، ښاریان یې لامل د ښار تنګوالی او د سړکونو کموالی په ګوته کوي.

جلال اباد ښاریان وايي، که څه هم مسوولینو شاخوا درې کاله وړاندې د خلکو ستونزو د هواري په موخه د ښار حلقوي سړک د دویمې لیکې د چارو پیلولو ژمنه کړې وه او د سیند په مسیر کې یې یو شمېر ودانۍ هم په همدې موخه ونړولې، خو تر اوسه یې د چارو د عملي پیل څرک نه لیدل کېږي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی لونګ وايي: « د دې سړک لپاره یې څو کلي وران کړل، دا حلقوي سړک دی او موږ ډېر ورته خوشاله وو. دا سړک له ځنګل باغ څ تر ثمرخېلو پورې جوړېږي . د سړک سروې وشي، خو د کار پیلولو درک یې نه لګي. د سړک لپاره یې دغو کلیو کې دوه درې سوه کورونه ونړول، خلک بې کوره شول، خو سړک جوړ نه شو.»

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی ګربت وايي: « په هر ځای کې دومره بیروبار دی چې د پښو اېښودلو ځای نه شته. د دې سړک نقشه او نور کارونه ټول بشپړ شوي، خو عملي کار یې نه پیل کېږي. همدارنګه پاس پر چهل مټره سړک دومره ګڼه ګوڼه ده چې هره ورځ په کې ټرافیکي پېښې رامنځته کېږي.» 

د ښاریانو ټینګار دا دی چې مسوولین دې د دغه سړک چارې ژر تر ژره پیل کړي، ترڅو ورسره په ښار کې شته ګڼه ګوڼه کمه او ټرافیکي نظم رامنځته شي.

د جلال اباد اوسېدونکی لونګ وايي: « ژمی تر نورو فصلونو ډېر بیروبار وي، ځکه له نورستان او نورو سړو سیمو خلک دلته راځي. که دا سړک ورغول شي، په ښار کې به ګڼه ګوڼه او فشار کم شي.»

د جلا آباد اوسېدونکی مبین وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو د ښار ګڼه ګوڼې کمولو لپاره په دې سړک کارونه ژر پیل کړي، ترڅو بیروبار کم شي.»

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، اوس مهال تخنیکي ټیمونه د دې سړک د تثبیت پر چارو بوخت دي او د دې پړاو تر بشپړېدو وروسته به یې د جوړېدو عملي چارې پیل شي.

د ننګرهار د والي مرستیال مولوي عزیزالله مصطفی وايي: « دا سړک له جنګل باغ پيل کېږي تر ثمرخېلو پورې په ډبل بڼه جوړېږي. دا مهال یې په مسیر ټاکلو باندې کار روان دی او راتلونکي کې به بودیجه ورته ځانګړې شي. دا سړک به انشالله په اساسي ډول جوړېږي او د ښار ګڼه ګوڼه به هم ورسره ختمه شي.»

د جلال‌اباد اوسېدونکي په دې باور دي، که دا سړک جوړ شي، نو په ښار کې به اوسنۍ ګڼه ګوڼه تر ډېره بریده راکمه  او ټرافیکي نظم به پلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist