Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د برېښنا له پرچاوۍ شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/25

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد اوسېدونکي وايي، له یوې خوا د هوا ګرموالي او له بلې خوا د برېښنا پرچاوۍ له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي.  

دوی وايي، د برېښنا بې وخته پرچاوۍ او په عمومي ډول ننګرهار کې د برېښنا کمښت له امله دې شپو او ورځو کې له کړاوه ډک ژوند تیروي.

د ننګرهار اوسېدونکی ایاز وايي:«  د شپې یوه بجه، یولس بجې، لس بجې د برق پرچاوي له دغه ولس سره ظلم ده. په دې اړه باید د برېښنا ریاست جدي توجه وکړي ترڅو مشرقي زون او ننګرهار له دغه زجره وژغوري.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی بیا په دې اړه وايي:« د برېښنا پرچاوي ډېره زیاته شوې. یو ساعت وي، بیا نیم ساعت نه وي د شپې له خوا ډېره زیاته پرچاوي کوي او ګرمي هم سخته زیاته ده او د برېښنا د پرچاوۍ له امله خلک ډېر په عذاب دي.»

ننګرهار او په تېره جلال اباد ښار چې د هېواد له ګرمو ښارونو حسابېږي، اوسېدونکي  يې د برېښنا ورکړې سهم د ډېروالي غوښتنه کوي.

د ننګرهار اوسېدونکی بهر ګل وايي:«  له ګرمۍ سره ډېر لاس او ګریوان یو. له حکومته مو  دا خواهش دی چې موږ ته یا برېښنا سمه کړي او یا ننګرهار ته برېښا زیاته  کړي. موږ ته سمه برېښنا راکړئ. د ننګرهار برېښنا ډېره خرابه ده او ټول خلک د ننګرهار له برېښنا ډېر شکایت لري.»

 د ننګرهار اوسېدونکی عطا الرحمان وايي:«  دا شته برق ډېر ناکافي دی له خلکو سره نه د جنراتور او نه هم د سولرو امکانات وي، نو زموږ غوښته له چارواکو داده چې،دغه د برېښنا لین ډبل شي ترڅو د ولسونو ستونزې کمې شي.»

په همدې حال کې د ننګرهار برېښنا ریاست مسوولین د برېښنا د پرچاوۍ لامل پر عمومي شبکې د بوج زیاتوالی  ښيي خو زیاتوي هڅې یې پیل کړي چې د ننګرهار  برېښنا ډېره کړي.

د ننګرهار برېښنا رییس جان محمد انقلابي وايي:«  دا کوم لین چې له کابله  ننګرهار ته راغلی دی، نور ظرفیت نشته، دا یو یو فیډر چې، ګلوو نوبتي پرچاوي چې کومه ده دا د دې له خاطره  ده چې هلته لین اضافه بار کیږي، ټول فیډر په یو وخت نه چالانیږي نو د مرکز هدایت دا وي چې، تاسو یو فیډر پرچاو کړئ ترڅو کوم مشکل جوړ نه شي او عمومي لین کې چې څومره برق ننګرهار ته راځي دا له لاسه ورنه کړو. په دې خاطر پرچاوي تطبیقوو بله لار یې موږ سره هم نشته او بله لار یې همدا ده چې  هغه دویم لین راشي او په دې باندې هم کار روان دی امید دی چې یو سر ونیسي.»

دا لومړی ځل نه دی چې جلال اباد ښاریان د بریښنا له پرچاوۍ شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ورته شکایتونه شوي او د وخت مسوولینو د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی، خو دا ځل تمې ځکه ډېري دي چې په ننګرهار او لغمان کې د برېښنا شرکت د لمریزې برېښنا د دوو شبکو چارې پيل کړې چې فعالېدوسره به يې یاده ستونزه حل شي.


شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist