Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

جلال اباد ښاریان د باراني اوبو له نه مدیریت کېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/01

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي وايي، د بارانونو پرمهال د ښار په بېلابېلو سیمو کې اوبه ډنډیږي او بیا د منظم کانالیزاسیون نه شتوالي له امله د خلکو کورونو او هټیو ته ننوځي چې نه یوازې تګ راتګ ستونزمنوي بلکې خلکو ته زیات مالي زیانونه هم اړوي.

ښاریان له اړوند مسوولینو غواړي چې د ښار لپاره منظم او معیاري کانالیزاسیون جوړ کړي، تر څو د باراني اوبو ستونزه په اساسي ډول حل شي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی خانزاده وايي: « که تاسو پرونۍ باران او له امله یې ګډوډۍ لیدلې وای، د انسانانو د ګرځېدو هېڅ امکان نه و. کله چې ننګرهار کې باراني موسم راشي، نو د تګ راتګ لارې هم بندې شي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی رحمت الله وايي: « د مخابراتو چوک، تالاشۍچوک، پښتونستان واټ او نورو ځایونو کې اوبه ډنډې ولاړې وې، خلک د موټرو په ټایرونو له سړکونو تېرېدل.»

ښاریان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د جلال اباد ښاروالۍ د همدغو ستونزو د حل په موخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د کانکرېټي ویالو جوړولو چارې پیل کړې.

مسولین وایي، د دغو ویالو په جوړېدو سره به د باران اوبه منظمې او مناسب ځای ته ولېږدول شي.

د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس وحید الله مخلص وايي: « دا پروژه له مخابراتو چوک څخه پيل تر بهسودو پل پورې ده. همدارنګه بل پروژه له پوهنتون څخه پيل او تر قالینو کوڅې پورې غځېږي. د لومړۍ پروژې اوږدوالی ۱۶۰۰ متره او د بلې ۱۲۰۰ متره دی. پر دغو پروژو ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د ښاروالۍ له بودیجې ورکول کېږي.»

مسوولین زیاتوي، د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به دوکانداران د ښاروالۍ له نقشې سره سم، د خپلو هټیو مخې ته پلې لارې هم جوړوي چې ورسره به د باراني اوبو لپاره منظم مسیر رامنځته شي.

د جلال اباد ښاروال بسم الله بلال وايي: « راتلونکي کې به هر مارکېټ او دوکاندار د خپلو دوکانونو مخ د ښاروالۍ له نقشې سره سم جوړه کړي. موږ اوس ځکه دا کار نه پيلوو چې اوس د کانکرېټي ویالو جوړولو کار روان دی. کله چې دا ویالې جوړې شوې، بیا به پلې لارې هم د ښاروالۍ له نقشې سره سم جوړې شي.»

جلال‌اباد ښار له کلونو راهیسې د کانالیزاسیون د منظم سیسټم له نه لرو سره مخ دی. دغه چاره د دې لامل شوی چې د بارانونو پرمهال د اوبو ډندیډل په یوه جدي ستونزه بدل شي.

د ښاریانو په خبره، که څه هم ښاروالي وخت ناوخت د ویالو او سړکونو د پاکولوکارونه ترسره کوي، خو دا اقدامات کافي نه دي او لا هم ډېرې سیمې له ورته ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist