Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلال اباد ښاریان د امنیتي کمرو بېرته فعالېدو او پراختیا غوښتنه کوي

جلال اباد ښاریان د امنیتي کمرو بېرته فعالېدو او پراختیا غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/23

شاخوا یونیم کال وړاندې د ننګرهار ولایت امنیې قوماندانۍ د ښار په مختلفو واټونو کې د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه امنیتي کمرې ځای پر ځای کړې، خو اوس ښاریان وايي دغه کېمرې غیر فعالې شوې دي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسیدونکی انعام الله وايي:« د چوکونو دغه کمرې چې مخکې فعالې وې نو هغه سیمه کې به چې کوم جرم ترسره کېده هغه به یې په ښه شکل اخیسته. دغه کېمرې د ښار په امنیت کې مهم رول لوبوي او دغه کمرې اوس ډېری یې غیر فعالې شوې دي.»

د جلال اباد ښار یوبل اوسېدونکی عبدالله بیا وايي:« کومې کمرې چې دې چوکونو کې لګیدلي، ا ډېری اوس غیر فعالې دي. غوښتنه مو داده چې دا باید فعاله شي او نورو چوکونو کې هم ولګیږي ترڅو جنايي جرمونه راکم شي.»

ښاریان غوښتنه کوي چې غیر فعال کمرې دې بېرته فعاله او هغو سیمو کې چې دغو امنیتی کمرو ته اړتیا ده ، نوې کیمرې ځای پر ځای کړي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عزیز الله وايي:« دا کمرې خو زموږ د عام ولسو لپاره لګیدلي دي ترڅو جنايي جرمونه ورباندې کم شي. له اسلامي امارت مو غوښتنه داده چې دغه شان کمرې په هر چوک کې ولګوي ترڅو جنايي جرمونه کم شي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عنایت الرحمن وايي:« اوس هم غلاګانې کیږي، مبایلونه وهل کیږي. له حکومته مو دغه غوښتنه ده چې مخنیوی یې وشي او کمرې فعاله شي.»

بلخوا د ننګرهار امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، دغه موضوع یې له لوړو پوړو چارواکو سره شریکه کړې او په خبره یې پلان شته چې غیر فعالې کمرې فعالې او د اړتیا له مخې په نویو سیمو کې هم کمرې نصب کړي.

د ننګرهار امنیې قوماندانۍ امنیتي چارو مرستیال مولوي محمد طاهر مبارز وايي:« دا موضوع مو له وزارت سره شریک کړې او وزارت له موږ سره دا وعده کړې او منظوري به یې هم نن او سبا کې انشا الله راځي. په ټول ننګرهار ولایت او مربوطاتو کې به امنیتي کېمرې لګول کیږي، مصارف به یې هم د اسلامي نظام پر غاړه باندې وي او کنټرول به یې هم د اسلامي نظام پر غاړه باندې وي، نو بیا به انشا الله هېڅوک هم نه شي کولی جرم وکړي. موږ تاسو ټولو هېوادوالو ته ډاډ درکوو او په دې موږ خوښ یو چې دا د اسلامي نظام له ادرسه ولګول شي.»

امنیتي کمرې د مرکز کابل په ګډون د هېواد په لویو ښارونو کې د جنايې پیښو د مخنیوي  لپاره کارول کېږي چې د خلکو په باور که یادې برخې ته توجه ډېره او د ښار په هره سیمه کې ورته اقدامات ترسره شي، شونې ده چې جنايي او نورې ورته پیښې ورسره ختمې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026

وروستي خبرونه

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist