Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد حکومت سه شنبه د دویم ځل لپاره شاوخوا۳۰  تنه افغان کډوال افغانستان ته راستانه کړي دي.

راپورونو کې راغلي،  په دغو کسانو کې پر جرمي قضیو تورن، د لنډ مهاله مېشتېدنې پناه غوښتونکي او هغه افغانان شامل دي چې د پناه غوښتنې قانوني پروسه یې لغو شوې ده.

 راپورونه دغه راز لیکلي، که څه هم د جرمني حکومت په جرمي قضیو کې د ښکېلو او یا د هغو افغانانو چې د پناه غوښتنې اسناد یې رد شوي، د ایستلو یو ټاکل شوی مهالوېش نه دی اعلان کړی، خو یو شمېر راپورونه شته چې له اسلامي امارت سره پر همغږۍ به د جرمني حکومت هره میاشت درې ځلې په الوتکو کې دا ډول افغانان اخراجوي.

د جرمني ټازـ ډي  ورځپاڼې په خپل راپور کې لیکلي: « د جرمني حکومت او طالبانو ترمنځ د جون په میاشت کې د شړلو د هوکړې له تازه کېدو وروسته، اوس په میاشت کې تر درېیو پورې دا ډول الوتنې ترسره کېدای شي.»

 جرمني رسنیو دا هم ویلي چې په جولای کې د دې هېواد  فډرالي حکومت هغه محدودیت لغو کړ چې له مخې یې یوازې په جرمونو کې ښکېل افغانان او هغه کسان چې د امنیت لپاره خطرناک بلل کېدل، افغانستان ته به یې ستنوي بلکې اوس نور افغانان هم اخراجېدای شي.

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرازق عدیل وايي: « که چېرې جرمني له فردي ارزونې پرته یوازې د پناه غوښتنې رد کېدو یا هم د جرم ترسره کولو له امله، ځینې کسان افغانستان ته ستنوي، دغه ګام د جرمنې او د اروپايي ټولنې له ژمنو سره ټکر لري.»

له جرمني څخه د نورو افغان کډوالو اخراج د دې هېواد له لایپیزیک هاله هوايي ډګر څخه شوی. له دې وړاندې په اپریل او جون میاشتو کې هم له دې هېواده یو شمېر هغه افغانان چې په جرمي قضیو کې تورن پېژندل شوي وو، افغانستان ته انتقال شول.

 د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت یو پنځه کسیزه پلاوی د روان کال د جون په ۲۳ مه د بلجیم بروکسل ښار ته لاړ، ترڅو د اروپايي ټولنې له استازو سره د کډوالو پر موجوده ستونزو او اخراج خبرې وکړي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې
افغانستان

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي
افغانستان

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026
له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول
افغانستان

له چاودنې وروسته د شمع هدایت خصوصي ښوونځي درسونه بېرته پيل شول

اگست 25, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي
افغانستان

فضل الرحمن: پاکستان د امریکا په غوښتنه افغانستان سره خپلې تګلارې بدلې کړې

اگست 25, 2026
رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته
افغانستان

رونالډ نیومن: کابل کې د امریکا سفارت د بېرته خلاصېدو  امکان شته

اگست 25, 2026
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي
افغانستان

حکومت د هېواد په شمالي سیمو کې د امنیتي پېښو په تړاو اندېښنې رد کړې

اگست 25, 2026

وروستي خبرونه

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026
جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist