Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني کې د افغانستان سفیر او د بن ښار کونسل له خپلو دندو استعفاوې کړې

جرمني کې د افغانستان سفیر او د بن ښار کونسل له خپلو دندو استعفاوې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/20

د جرمني په پلازمېنه برلین کې د افغانستان سفیر او د دې هېواد په بن ښار کې د افغانستان کونسل له خپلو دندو لاس پر سر شوي.

په برلین کې د افغانستان پخواني سفیر یما یاري د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د کوربه هېواد د سياسي دريځ او د هغوی غوښتنو ته په پام یې له خپلې دندې استعفا کړې.

اعلامیه کې ویل شوي، له اروپايي هېوادونو سره د افغانستان د رسمي تعامل نه شتون د کونسلي اسنادو  څېړلو بهیر ستونزمن کړی.

د اعلامیې یوه برخه: « په وروستيو مياشتو کې د اروپايي او نورو هېوادونو په ځینو برخو کې د افغانستان د يو شمېر استازوليو له خوا د کونسلي اسنادو د طی مراحلو بهير د کابل رسمي تعامل د نه شتوالي له امله، له اساسي ستونزو سره مخ شوی دی.»

د دې ترڅنګ، د جرمني په بن ښار کې د افغانستان کونسل سید لطف‌الله سادات هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د کوربه هېواد په غوښتنه او په کونسلي فعالیتونو کې د ځنډ او يا د هغو د بندېدو د مخنيوي په موخه یې له دندې استعفا کړې.

د اعلامیې یوه برخه: « د شته ستونزو د دوام مخنیوي او د کوربه هېواد د سیاسي ملاحظاتو، محدودیتونو او غوښتنو په پام کې نیولو سره، د کونسل په توګه له خپلې دندې ګوښه کېږم.»

د جرمني حکومت د افغان سفیر او قونسل د استعفاوو په غبرګون کې تر اوسه څه نه دي ویلي.

خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، په اروپايي هېوادونو یا په ځانګړي ډول جرمني کې د افغانستان له استازولیو د سفیر او کونسل د استعفاوو دلیل، د کوربه هېواد له خوا له یادو استازولیو د ملاتړ نه کول او دغه راز د کابل له لوري باور نه لرل، یاد کړي دي.

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « دوه عوامل لري، یو دا چې د کوربه هېواد له خوا هم فشار زیات و او هغوی نه غوښتل چې دغه کسان خپل کار ته ادامه ورکړي او له دې لارې له اسلامي امارت سره خپلې اړیکې خرابې نه کړي، حال دا چې دوی ډېر لېوال دي له اسلامي امارت سره اړیکې ولري. بله خوا د دغو دواړو ډیپلوماټانو د مرکزي حکومت یا اسلامي امارت اطاعت نه کاوه.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب ‌الرحمن شمال وايي: « دغه کار کولی شي د افغانستان وګړو ته په کونسلي برخه کې ګڼې ستونزې رامنځته کړي، حال دا چې د افغانستان د سفارت او کونسلي خدمتونو مسوولین له خپلو دندو ګوښه شوي، لاهم د سرپرست حکومت له خوا د دوی ځای ناستي نه دي معرفي شوي.»

بهرنیو چارو وزارت په جرمني کې د افغانستان د استازولیو د راتلونکي برخلیک په اړه زموږ پرله پسې اړیکو ته ځواب را نه کړ.

 له دې وړاندې د روان زېږدیز کال په جولای کې یې اعلان وکړ چې د کاناډا، بریټانیا او اسټرالیا په ګډون په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د سفارتونو فعاليتونه له دې وروسته اعتبار نه لري.

د سرپرست حکومت له یاد اعلان وروسته، په بریټانیا او ناروې کې د افغانستان استازولۍ وتړل شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist