Skip to content
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې پرون یې له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې ۳۲۹ جرمني وګړي، د هغوی کارمندان او کورنۍ اېستلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې د قطر هېواد له مرستې هم مننه کړې ده
پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر بهرنیو هېوادونو له افغانستانه خپل وګړي، کارمندان او د هغوی کورنۍ اېستلې دي.
د راپورونو پر اساس، تر دې دمه له هېواده ۱۲۵ زره تنه وتلي او دا پروسه لاهم دوام لري.
په پام کې ده، چې ګڼ شمېر نور کسان هم له هېواده ووځي، خو اسلامي امارت بیا په هېواد کې د افغانانو پر پاتې کېدو ټینګار کوي.