Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جرمني د بین الافغاني ناستې لپاره چمتووالی نیسي

admin by admin
2020/01/20

جرمني د افغان سولې لپاره د بین الافغاني ناستې په چمتوالي کار کوي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره په لیدنه کې دا روښانه کړې چې ناسته د دوی په کوربتوب جرمني کې جوړه شي.

داسې ښکاري چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د افغانستان د ستونزې بهرنی اړخ هوکړې ته نیږدې دی او د کورني اړخ د خبرو لپاره جرمني لاس په کار شوی.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارکس پوتزل کابل ته راغلی او دا یې روښانه کړې چې دوی د بین الافغاني ناستې لپاره چمتوالی پيل کړی.

دغه ډپیلوماټ د همدې ناستې د جوړیدو په تړاو د ملي امنیت شورا له سلاکار سره هم خبرې کړې دي.

تر اوسه د ناستې جزیات او څرنګوالی رسنیز شوی نه دی خو مالومات دا دي چې په دې ناسته کې د حکومت او طالبانو استازو تر څنګ مهمې سیاسي څېرې او د مطرح احزابو استازي ګډون کوي.

تحلیل دا دی چې بین الافغاني ناسته کې به د ګډون کوونکو تر منځ په موضوعاتو کې زیاته پيچلتیا او د نظر اخلاف وي چې دا ټکي به د ستونزو او د زیات وخت د ضایع سبب شي.

د ولسي جرګې ځېنې غړي بیا د ښې او ژر هوکړې د تفاهم لپاره د ټول منلو اشخاصو ګډون اساسي شرط ګڼي.

له قطر څخه مالومات دا دي چې طالبان او امریکایان د هوکړې د لاسلیک لپاره په چمتوالي بوخت دي او رسمي ادرسونه وايي چې ممکن د روانې میاشتې تر پای هوکړه لاسلیک شي.

د هوکړې له لاسلیک سره سم به بین الافغاني خبرې پيل شي چې دې ناستې ته هم ټول اړخونه د چمتوالي په حال کې ښکاري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist