Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جرمني تایید کړه چې د افغانستان حکومت دوه ډېپلوماټان ور استولي

جرمني تایید کړه چې د افغانستان حکومت دوه ډېپلوماټان ور استولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/07/23

وروسته له هغې چې د فریدریش ميرز پر مشرۍ د جرمني اوسني حکومت تېره اوونۍ د قطر په همکارۍ ۸۱ افغان کډوالو چې هلته په جرمونو کې ښکېل بلل شوي، بېرته افغانستان ته راستانه کړل؛ اوس تازه دې هېواد منلې چې د سرپرست حکومت دوه ډېپلوماټان يې د نورو افغانانو د بېرته راګرځونې پروسې د تسهیل او همغږۍ لپاره منلي دي.

که څه هم جرمني د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی، خو وايي،  د کډوالو په پروسه کې د لازمې همغږۍ لپاره یې ورسره تخنیکي اړیکې ټینګې کړې دي.

د جرمني حکومت ویاند ویلي، له خپلمنځي سلا مشورو وروسته په دې موافقه شوې چې یاد ډېپلوماټان د افغانستان د ماموریت په اډانه کې د کډوالو پروسې ته ورګډ کړي.

د جرمني حکومت ویاند سټېفن کورنیلیوس وايي: « هوکړه وشوه چې د مقابل لوري دوه استازي به په دې پروسه کې راګډ شي.»

د جرمني بهرنیو چارو وزارت دې هېواد ته د افغانستان د ډېپلوماټانو ورتګ تایید کړ او وايي، یاد کسان به د ثبتېدنې له عادي پروسې وروسته خپل کار پیل کړي.

بل پلو، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې دغه کسان په جرمني کې د کونسلي ماموریت د مخته وړلو لپاره منل شوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د جرمني لومړي وزیر فریدریش  میرز تېره اوونۍ له سرپرست حکومت سره د کډوالو له موضوع پرته د هر ډول تعامل امکان په کلکه رد کړی و.

د جرمني بهرنیو چارو وزارت ویلي: « دا کسان به د خپلو کارونو له پیلولو وړاندې د ثبتېدنې عادي پروسې مخ ته وړي.»

حکومتي مسوولینو په دې اړه څه نه دي ويلي او نه يې د موضوع اړوند زموږ اړيکې ځواب کړې.

د دې ترڅنګ ځینو جرمني رسنیو ویلي، دغه افغان ډېپلوماټان به خپلې چارې د برلین په سفارت او د بُن په کونسلګرۍ کې مخ ته یوسي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « دوه بعده دي، یو دا چې ۸۱ اشخاص یا افغانان چې له آلمان ډیپورټ کېدل، د هغوی د انتقال پروسې لپاره دغه دوه استازي ټاکل شوي دي. تقریبا ً په تېرو څلورو کالو کې له ډېرو هېوادونو څخه افغانان ډيپورټ شول، خو هغوی د دې پروسې او پروسیجر لپاره استازي ونه ټاکل مګر چې اوس ټاکل کېږي، دا یو مثبت ګام دی. که دویم بعد یا دویم تعبیر یې دا وي چې ډېری اشخاص همدا وايي چې ګویا آلمان د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل نقطو ته رسېدلی او ډېپلوماټان یې په رسمي ډول باندې منلې دي، دا بیا ستره لاسته راوړنه بلل کېږي.»        

دا داسې مهال ده چې جرمني تېره جمعه د دویم ځل لپاره ۸۱ هغه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه کړل چې په خبره یې دغه هېواد ته تر ورتګ وروسته، د بېلابېلو جرمونو په ترسراوي تورن وو.

یاد هېواد له دې وړاندې هم تېر کال په لومړي ځل په اګست میاشت کې افغان کډوال د ورته لامل له کبله له جرمني ایستلي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist