Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جاپان هېواد وچکالۍ ځپلو افغانانو سره مرسته وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/20

جاپان د دوه ویشتو ولایتونو وچکالۍ ځپلو افغانانو سره مرسته کوي.

جاپان د دیارلس میلیونو ډالرو په ارزښت د وچکالۍ ځپلو افغانانو لپاره خوراکي توکي رانیسي.

دا مرستې د خوراک نړیوال سازمان ته ورکول کیږي چې دوه ویشت ولایتونو کې یې خلکو ته وویشي.

طبیعي پېښو ته د چمتووالي اداره وايي، په دې ورستیو کې زیات شمیر ولایتونه د وچکالۍ له امله زیانمن شوي او دغه مرستې به د زیانمن شویو لاسنیوی وي.

په کابل کې د جاپان هیواد له لوري د افغانستان په دوه ویشت ولایتونو کې وچکالۍ ځپلو سره د ۱۳ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.

په کابل کې د جاپان سفارت وايي ، په دې ورستیو کې په افغانستان کې د وچکالیو له امله شاوخوا ۳ میلیونو وګړي زیانمن شوي دي، او دا مرسته به ورسره ډیر کمک وکړي.

په کابل کې د جاپان سفارت شاهزادفیر کیچي هارا داسې ویلي (( د جاپان حکومت او خلکو تصمیم ونیوه چې له دغو زیانمن شویو سره مرستې وکړي ، دا مرستې چې اوس مهال د ډبلیو ایف پي له زیرمو ځپل شو سیمو ته روانې دي، اړمنو ته به ډیر ګټه وکړي.))

په کابل کې د خوراک نړیوال سازمان مسوول وايي، د جاپان هیواد له لوري دغه مرستې چې اوړه دې د دغې سازمان له لوري په مینرالونو او ویټامینو غني شوي دي، د افغانستان د دوه ویشت ولایتونو ځپل شویو خلکو ته به يې ورسوي.

په کابل کې د ډبلیو ایف پي مسوول زلاتن ملېسیچ وویل (( د جاپان هیواد له لوري دغه مرستې په ډیر یو حساس وخت کې را ورسېدې، ډیره مننه کوو، موږ چې څومره فکر کاوه له هغه شمیر د ځپل شویو خلکو شمیر لوړ و او دا به له دوی سره ډیر مرسته وکړي.))

طبیعي پېښو ته د چمتووالي اداره وايي، وچکالۍ ځپل شویو ولایتونو کې د اړمنو لپاره ډیره اړتیا وه، خو اندیښنه دا ده چې دغه ځپل شوی ولایتونو به تر لس کلن ورښت وروسته سم وضعیت ته راشي.

د دغې ادارې د مالوماتو له مخې په دې ورستیو کې په هرات ولایت کې تر دیرش زرو زیات ، په بادغیس کې تر اتلس زرو، او په غور ولایت کې تر شپږ زرو، کورنۍ د وچکالۍ له امله بي ځایه شوې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist