Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جان کربي: له اسلامي امارت غواړو پر خپلو ژمنو عمل وکړي

جان کربي: له اسلامي امارت غواړو پر خپلو ژمنو عمل وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/21

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتي چې خپلې ژمنې عملي کړي.

کربي ویلي، واک ته له رسېدو وړاندې اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره د ښځو او نجونو د حقونو رعایت او نړیوالو قوانینو ته د درناوي ژمنې کړې وې؛ خو ادعا کوي چې لاهم دغه ژمنې نه دي عملي شوي. 

کربي زیاتوي: « طالبان که غواړي په نړیوال سټېج کې جدي ونیول شي، نو اړ دي هغه ژمنې عملي کړي چې حکومتي جوړښت ته تر راتګ د مخه یې کړې وې، چې له ښځو او نجونو سره سم او مناسب چلن او نړیوالو قوانینو ته درناوی په کې شامل و؛ خو موږ لا هم د دې شاهد نه یوو، چې دوی دې دغه ژمنې عملي کړې وي.»

خو  د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ورته څرګندونې نه مني او وايي، سرپرست حکومت په تېرو څه باندې دوو کلونو کې خپلې ټولې ژمنې عملي کړي.

مجاهد امریکا پر دې تورنوي، چې ګواکې د خپلو ژمنو خلاف یې عمل کړی او له سرپرست حکومت سره د ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې.

هغه زیاتوي: « د افغانستان اسلامي امارت ټولې هغه ژمنې چې له نړیوالې ټولنې او یا امریکایانو سره یې درلودې؛ عملي کړي، دا امریکایان دي چې تر اوسه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي او خپله یوه ژمنه یې تراوسه نه ده پوره کړې، د افغانستان له اسلامي امارت سره یې تعامل عادي کړی نه دی، پر مسوولینو یې بندیزونه تراوسه باقي ساتلي، د افغانستان پیسې یې ګنګل او غصب کړي، د رسمیت پېژندلو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي، په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان چوکۍ افغانستان ته نه ده سپارلې او له بده مرغه همداسې په نورو برخو کې هم له افغانستان سره صادقانه چلن نه کوي.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا پر امریکا او نړیوالې ټولنې له دې کبله نیوکه لري چې له اوسنیو چارواکو سره د نړیوالو نورمونو خلاف عقدیي چلن کوي او د دوحې هوکړې خلاف عمل کوي.

د دوی په باور دواړه لوري باید معقولې حللارې ته د رسېدا او د تعامل لپاره پر ټولو هغو ژمنو ودریږي چې واک ته تر راتلو دمخه پرې سلا شوي وو.

 د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي: « د امریکا دا ډول خبرې سیاسي موخې لري. له جمهوریت سره یې هم تر ۲۰۲۴ کال پورې قرارداد لاسلیک کړی و، چې په افغانستان کې به وي او ملاتړ به یې کوي. د هېوادونو د ملي ګټو تعریف د دوی اړیکې تنظیموي، که دا اوس هم په حکومتولۍ کې د امریکا سیاسي ګټې تطبیق شي نو سمدستي ورسره تعامل کوي.» 

 د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اسلامي امارت دې د دوحې د تړون ټول موارد د خبري رسنۍ له لارې ولس ته ورسوي، ترڅو څرګنده شي چې ګرم څوک دی.»

دا لوموړی ځل نه دی، چې امریکا او نړیواله ټولنه سرپرست حکومت د ژمنو عملي کولو ته رابولي، له دې وړاندې هم دغه هېواد په ځلونو پر اسلامي امارت له دې کبله نیوکه کړې او د رسمیت پېژندنې او تعامل لپاره یې لوی خنډ بللی. هغه څه چې اسلامي امارت په کلکه رد کړي او په وینا یې د ځان خلاف یې د دې هېواد لویه پلمه بللې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist