Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جانان سایق: تېرو ۹ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله نږدې ۹۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جانان سایق: تېرو ۹ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله نږدې ۹۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/04

په تېر ۲۰۲۳ زېږديز کال کې افغانستان د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی، چې په لړ کې يې د زرګونه کورنيو پر اغېزمنېدو سربېره له نيمايي زيات وګړي بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند ملا جانان سایق وايي، په تېرو ۹ میاشتو کې په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله ۳۵۰ تنه مړه او ۵۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د سایق په خبره، د دې پېښو له امله ۴ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي او ترڅنګ یې ۷۰زره جرېبه ځمکه هم ویجاړه شوې.

سایق زیاتوي: « په ا فغانستان کې په تېرو ۹ میاشتو کې له ۳۰۰ تر ۳۵۰ هېوادوالو د طبیعي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او ترڅنګ یې ۵۰۰ تنه نور ژوبل او له ستونزو سره مخ شوي دي. نږدې ۴ زره کورونه په بشپړ او قسمي ډول ویجاړ او زیانمن شوي. همداراز په ټول افغانستان کې ۷۰ زره جریبه ځمکه تخریب شوې ده.»

سایق وايي، په ۲۰۲۴ کال کې ۲۵ ولایتونه د سېلابونو او نورو ګواښونو سره مخ دي.

د سایق په خبره، له احتمالي ګواښ سره په مخ ولايتونو کې بدخشان، بامیان، بلخ، سمنګان، تخار، کندهار او نور ولایتونه شامل دي.

هغه زیاتوي: « په دې کال کې نږدې ۲۵ ولایتونه له جدي ګواښ سره مخ دي، چې په دې کې سېلابونه، برف کوچونه او داسې نورې طبیعي پېښې شاملې دي.»

په تېرو ۹ میاشتو کې د طبیعي پېښو له امله په هرات، بامیانو، دایکندي، پنجشېر، پروان، تخار، غور، کندهار، سمنګان، بدخشان کې تر ټولو زيات خلک اغېزمن شوي دي.

سایق زیاتوي: « موږ خوراکي توکي، البسه، د سون توکي او یا نور څه سیستم چې په توان کې لرو ټول مو د هېواد هرې سیمې ته استولي او هلته مو د اړتیا لپاره ځای پر ځای کړي دي.»

د چارو کارپوهان بیا وایي، اسلامي امارت باید په کور دننه داسې سیاستونه غوره کړي، چې د طبيعي پېښو په شمول د هر اړخيز وضعيت مهارولو په موخه له نړیوالې ټولنې سره د تقابل پر ځای همکارۍ او تعامل ته توجه ډېره شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر )اوچا( ویلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعې پېښو  له امله سخت ځپل شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist