Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تېر۲۰۲۴ کال د افغان نجونو لپاره له ننګونو او ستونزو ډک و

تېر۲۰۲۴ کال د افغان نجونو لپاره له ننګونو او ستونزو ډک و

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/02

له تېرو شاوخوا درېیو کالو راهیسې د افغانې ښځې او نجونې له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخ دي او لاهم د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو دروازې د دوی پرمخ تړلې پاتې دي.

 د سرپرست حکومت له ژمنو سره، نه یوازې په ۲۰۲۴ کال کې د ښوونځیو بندې دروازې د نجونو پرمخ خلاصې نه شوې بلکې  په دې وروستیو کې د دوی پر مخ د طبي موسسو دروازې هم وتړل شوې.

د طبي انسټیټیوټ محصله فاطمه وايي: « تېر ۲۰۲۴ کال کې د ښوونیزو مرکزونو، مکاتبو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ بندې وې. دغه کال زما لپاره ډېر په سختۍ تېر شو، ځکه زه په کور ناسته او له زده کړولرې وم. د ۲۰۲۵ کال لپاره مې هیله دا ده چې حکومت په یوه نوې تګلاره کار وکړي او د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیزي.»

همدارنګه، په تېر کال کې په نا دولتي ادارو او موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز هم پرځای پاتې شو او د ۲۰۲۴ کال په وروستۍ اوونۍ کې سرپرست حکومت په نادولتي انجیوګانو او دفترونو کې د ښځو د کار بندیز په تړاو قاطع مکتوب صادر کړ.

په ټوله کې تېر کال د سرپرست حکومت له خوا د ښځو په اړه ۵ فرمانونه صادر شوې دي.

۲۰۲۴ کال کې د  ښځو په اړه صادر شوې فرمانونه

 

لومړی: د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ پر ۱۵مه، په دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د معاشونو کم شول.

 دویم: د اګست پر ۲۳ مه، د امربالمعروف او نهې عن‌ المنکر قانون توشېح شو چې په کې په ښځو ګڼ محدودیتونه لګېدلې دي.

درېیم: د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۳مه په روغتیایي انسټیټیوټونو کې  د ښځو پر زده کړو بندیز ولګول شو.

 څلورم:  د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۲۷مه ، په نا دولتي ادارو کې د ښځو د کار پر ممانعت ټینګار وشو.

 پنځم: د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په وروستۍ اوونۍ کې د استوګنیزو  ودانیو په جوړښت او کړکیو پرېښودو هم د ښځو د خوندیتوب په بهانه محدودیتونه وضع شول.

د بشري حقونو یو شمېر فعالان هیله لري چې سرپرست حکومت به نوی زیږدیز کال د ښځو په برخه کې کمزورتیاوې په قدرت بدلې کړي.

د سیاسي چارو شنوونکی افغانیار پوپل وايي: « زه هیله لرم په را روان کال کې موږ د خپلې کمزورتیا ټکي په پیاوړتیا ټکو بدل کړو؛ ځکه چې پوهه مور او نجلۍ پوه ماشوم نړۍ ته راوړي او ښکاره به شي چې آیا نړۍ د سیاسي مسایلو په تړاو تقابل درلود که د ملت په خاطر. طبعا ً چې دا تقابل د ملت لپاره نه دی او هغه مهال چې ملتونه له حاکمیتونو سره وي، حاکمیتونه هم بریالي وي. که ملت له حاکمیت واټن واخلي، که د هر چا د دروازې مخې ته یو وسله وال کس هم ودروو، د امنیت ټینګول مشکل دي.»

د ښځو حقونو فعاله سوریا یوسفي وايي: « د ۲۰۲۴ کال له پای ته رسېدو سره هم له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بندې دي او د ښځو پر کار محدودیتونه ادامه لري او د افغانستان ښځې لاهم خپلو لومړنیو حقونو ته لاسرسی نه لري.»

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت په نادولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو په اړه یو مکتوب صادر کړی او خبرداری ورکړل شوی چې دغه وزارت به د سرغړونکو ادارو د فعالیت جواز لغو کړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « په دې اړه خو اسلامي امارت ویلي چې دا به تر دویم امر پورې معطل وي، منسوخ شوي او له منځه نه دي تللي. توقع لرو او توقع شته چې داسې وشي؛ ځکه د جامعې غوښتنه او د جامعې ضرورت بلکل محسوس دی، خو د دې لپاره مناسب فرصت ته په تمه یو. یو بل ډېر مهم اړخ دا دی چې خدای مه کړه په دې مساله یا ورته نورو مسایلو د افغانستان خلک اختلاف ته سره لاړ نه شي او یا نظام ته کوم مشکل پیدا نه کړي او ثبات ونه ننګوي. دا مساله ډېره مهمه ده چې اسلامي امارت پرې فکر کوي او هڅه کېږي چې د مناسب چاپېریال په ایجاد سره دا ستونزه او زموږ د خویندو دا غوښتنه حل شي؛ دا د ټولو تقاضا ده.»

کارپوهان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې د سرپرست حکومت په رسمیت نه پېژندلو پر وړاندې یو له سترو خنډونو یو پر افغان  ښځو او نجونو د حکومت محدودیتونه او بندیزونه لګول وو.  دوی ټینګار لري چې نړۍ سره د سیاسي تعامل او اړیکو پراختیا لپاره دې سرپرست حکومت د افغان ښځو او نجونو د حقونو په اړه خپل دریځ نرم کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist