د پېښو پر وړاندې چمتوالي ملي اداره وايي، په تېرو اته څلوېښت ساعتونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او توپانونو له امله پنځه تنه شهیدان شوي دي.
د دې ادارې ویاند په خبره، په کابل، زابل، کندهار، تخار، سمنګان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې۳۰ کورونه او دوکانونه په بشپړ یا جزئي ډول ویجاړ شوي او نږدې۳۰۰ څاروي هم له منځه تللي.
محمد یوسف حماد دغه راز وايي، په دې موده کې ټولټال نږدې۲۰۰ کورنۍ د دغو طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې دي.
د پېښو پر وړاندې چمتوالي ادارې ویاند زیاته کړې: « له پېښو سره د مبارزې چمتوالي ادارې د ولایتي ریاستونو د لومړنیو معلوماتو له مخې، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې له بده مرغه په کابل، زابل، کندهار، تخار، سمنګان، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د چټکو بادونو، غر ښویېدلو او سېلابونو راوتلو له امله پنځه تنه شهیدان شوي،۳۰ کورونه او ۱۵ هټۍ په نیمه ډول تخریب شوي او دغه راز ۸۶ کیلومټره سړک، د اوبو یوه شبکه او یو پل هم ویجاړ شوي دي. د دې ترڅنګ، د ۲ زره ۲۲۵ جرېبه کرنیزو ځمکو حاصلات، ۲۸۵ تختې سولرونه، ۶ عرادي وسایط له منځه تللي او ۲۹۵ څاروي هم تلف شوي دي. په ټولنیز ډول ۱۹۹ کورنۍ د دغو پېښو له امله زیانمنې شوې دي.»
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان ۱۴۰۵ هجري لمریز کال د وري میاشتې له پيل څخه تر اوسه د هېواد په کچه د طبيعي پېښو له امله ۳۱۴ تنه شهیدان او ۳۹۷ تنه نور ژوبل شوي. همدارنګه ۲ زره ۳۵ کورونه په بشپړ ډول، ۷ زره۲۱۹ کورونه په نیمه ډول، ۳۰۴ هټۍ په بشپړ ډول او ۳۲۹ نورې په نیمه ډول ویجاړ شوي دي. په دغو پېښو کې ۶۲ پلچکونه، ۴۴ محراب جوماتونه ۳۸۶ څاه ګان او د اوبو شبکې، ۵۹۶ کیلومټره سړکونه، د ۲۸ زره ۴۱۲ جرېبه کرنیزو ځمکو او ۴ زره ۴۱۱ جریبه باغونو حاصلات هم له منځه تللي.