Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 وېسټ: د افغانستان ستونزې حل لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي

توماس وېسټ پاکستان ته خپل سفر ګټور بللی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/12/10

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي، پاکستان ته یې د  خپل دوه ورځني سفر په لړ کې چې د روانې ډسمبر میاشتې په پنځمه نېټه پیل شوی، د دې هېواد له ګڼو ملکي او امنیتي چارواکو سره پر ګڼو مسائلو خبري کړي.

وېسټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني، د پوځ لوی درستیز عاصم منیر او د افغانستان  لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني سره یې د ټي.ټي.پي او د افغان کډوالو  ملاتړ او خوندیتوب بحث کړی.

 وېسټ په دې اړه ډېر جزئیات نه دي ورکړي چې له  پاکستاني چارواکو سره یې د ټي.ټي.پي په اړه په کومو مواردو مشخصې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې:« پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په لړ کې مې د دې هېواد له ګڼو چارواکو سره

د ټي.ټي.پي له لوري د جدي امنیتي ننګونو او دغه راز له افغان کډوالو د ساتنې په تړاو ګټورې خبرې اترې وکړې.»

 وېسټ وايي، په تېر یوه کال کې یې د افغان کډوالو د ملاتړ او مرستې رسونې په برخه کې ۷۷میلیونه ډالر مرسته کړې.

وېسټ دغه راز وایي، په پاکستان کې یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له اړونده مسوولینو سره د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو هم خبرې کړي دي.

هغه زیاتوي:« په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د سترې کمېشنرۍ او د کډوالو د نړیوال سازمان له مشرتابه سره مو د زیان منونکو او له ګواښ سره مخ افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې بحث وکړ.»

د سیاسي چارو شنونکي پاکستان ته د ټوماس وېسټ سفر له دې کبله مهم ګڼي چې ښايي د پاکستان له چارواکو سره تر خبرو وروسته پاکستان پر خپلې هغې پرېکړې بیا کتنې ته اړ کړي چې له مخې یې د افغان کډوالو د ناڅاپي اېستنې په برخه کې کړې.

دوی دغه راز په دې هېواد کې د هرې امنیتي پېښې وروسته افغان لوري ته د پاکستاني چارواکو ګوتنینه او ملامتول بې ځایه ګڼي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب بهادر وايي: « امریکا لا هم د افغانستان په مسایلو کې ځان ښکېل ګڼي او دویمه مسله دا ده، چې امریکا په ښکاره توګه ځان په نړیواله کچه د بشر د حقونو مدافع ګڼي.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « ټي.‌ټي.‌پي د دوی کورنۍ مسله ده، په موږ پورې هېڅ اړه نه لري. دغه جنګي بشري جنایتکاران یې چې وروزل، د کډوالو په اړه یې چې کوم ناروا حرکتونه وکړل، دا ټول د ملګرو ملتونو د کنوانسیون خلاف دي.»

وېسټ داسې مهال د افغان کډوالو د مسلې پر سر د خبرو اترو لپاره دې هېواد ته سفر کړی چې له دې وړاندې هم د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن، د کډوالو د برخې مرستیالې هم دې هېواد ته په خپل رسمي سفر کې له ګڼو پاکستاني چارواکو سره په ورته مسلې خبرې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist